
ټاکل شوې د بن په کنفرانس کې د څه باندې ۶۰ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون وکړي.
افغان ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان تور ولګاوه چې له طالبانو سره د سولې ټولې خبرې ويجاوړي. ولسمشر کرزي دغه څرګندونې د بن کنفرانس په درشل کې د جرمني له يوې ورځپاڼې شپيګل سره په مرکه کې کړې دي.
پاکستان د ناټو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې د خپلو ۲۴ پوځيانو د وژلو په اعتراض کې د بن له کنفرانس سره بايکاټ کړی دی.
ښاغلي کرزي ويلي پاکستان تر دې دمه له طالبانو سره د سولې د خبرو د هڅو بشپړ ملاتړ نه دی کړی.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هلري کلنټن د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني سره د شنبې په ورځ ټيلفوني خبرې کړي او له پاکستان نه يو ځل بيا د بن په کنفرانس کې د ګډون غوښتنه کړې ده.
افغان ولسمشر حامد کرزی د يوه جګپوړي پلاوي په مشرتابه د جرمني د بن په ښار کې دی.
ټاکل شوې سبا د بن په دويم نړیوال کنفرانس کې د نړۍ د څه باندې ۶۰ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د يو شمېر ادارو استازي هم ګډون وکړي.
په اجنډا کې د افغانستان د امنيتي وضعې ترڅنګ به له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته حالات وڅېړل شي.
بل خوا زرګونه لاريون کوونکي پرون د بن لارو کوڅو ته وتلي وو او په افغانستان کې یې د جرمني ځواکونو د شته والي پر ضد اعتراض وکړ.
لاريونيانو په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او له هغه هېواد نه د ټولو جرمني ځواکونو د وتلو غوښتنه هم وکړه.






















