د بخښنې ټولنه په افغانستان کې د قوانينو پر تعديل ټينگار کوي

د بخښنې نړيواله ټولنه

د بخښنې نړيواله ټولنه وايي له داسې چا سره ژوند چې تيرى يې درباندې کړى وي داسې دى لکه عمر قيد

د بخښنې نړيوالې ټولنې- امنستي انټرنېشنل د هغې ښځې د پرېښودو هرکلى کړى چې تر جنسي تېري وروسته د زنا په تور زندان ته اچول شوې وه. ولسمشر حامد کرزي په خپله دغې ښځې ته بخښنه وکړه.

د بښنې د نړيوالې ټولنې يوه وياند وويل په داسې حال کې چې د ښاغلي کرزي لا س وهنه ستايي، په افغانستان کې د قوانينو پر تعديل هم ټينگار کوي چې له ظالم او مظلوم سره يو ډول چلند ونه شي.

پر دغې ښځې چې گلناز نومېږي دوه کاله د مخه د يوه خپلوان له خوا جنسي تېرى شوى و او تر اوسه په زندان کې وه.

افغان چارواکي وايي گلناز اوس منلې چې له خپل تېري کوونکي سره شرعي نکاح وکړي، هغه څه چې د بشري حقونو څار ډله- امنستي انټرنېشنل يې ناقانونه بولي.

په لندن کې ددغې ټولنې يوه وياند سام ظريفي وويل:

"دا وړانديز په خپله د نړيوالو قوانينو مخالف او اندېښمنوونکى دى، ځکه که پر يو چا تېرى شوى وي او بيا هغه ته واياست چې راځه له همدغه تيري کوونکي سره واده وکړه، په حقيقت کې هغه ته واياست چې په دې ډول مو په عمري بند محکوموو، ځکه اوس به مجبور ياست چې له هغه چا سره د عمر تر پايه ژوند وکړئ چې تېرى يې درباندې کړى دى. دا د افغان ميرمنو بدمرغي ده چې ورته ويل کېږي يا به زندان ته ځئ او يا به هم له هغه چا سره واده کوئ، چې تېرى يې درباندې کړى دى. دا د منلو نه ده".

گلناز

د ميرمن گلناز قضيې د ډېرو پام ځانته اړولى و.

دا د افغان ميرمنو بدمرغي ده چې ورته ويل کېږي يا به زندان ته ځئ او يا به هم له هغه چا سره واده کوئ، چې تېرى يې درباندې کړى دى. دا د منلو نه ده

سام ظريفي

زرگونو کسانو د يوې پاڼې په لاسليکولو غوښتنه کړې وه چې هغه دې له بنده خوشې شي.

د گلناز مدافع وکيل بي بي سي ته وويل چې موکلې يې مخکې ورته ويلي و که انتخاب د دې په لاس کې وي، له هغه چا سره به واده ونه کړي چې تېرى يې پرې کړى دى.

گلناز چې اوس ٢١ کلنه ده، په زندان کې يې لور زېږولې چې هماغلته ورسره وه.

هغې ته لومړى دوه کاله بند ټاکل شوى و، خو کله چې يې د استيناف غوښتنه وکړه، د بند موده يې دولسو کلو ته لوړه شوه.

په بل استيناف کې دغه موده بېرته دريو ته راټيټه شوه.

په همدې مياشت کې اروپايي ټولنې د يوې افغان مېرمنې په اړه د هغه مستند فلم د خپرېدو مخه ونيوله چې د اخلاقي فساد په تور زندان ته اچول شوې وه. د فلم اصلي څېره همدا گلناز وه.

اروپايي ټولنې چې د دغه فلم د جوړېدو لگښت يې ورکړى و، هغه مهال ويل چې د فلم د خپرېدو مخه يې ځکه ونيوله چې په هغې کې د ښودل شوې مېرمن پر خونديتوب اندېښنه لري.

د بشري حقونو ډلې وايي په افغانستان کې د جنسي تېري يا کورني تاوتريخوالي سلگونه قرباني مېرمنې په زندانو کې شپې تېروي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .