اسماعیل سعادت
لندن

ملګري ملتونه وايي پر ښځو د تاوتریخوالي په مخنيوي کې څارنوالي ناقص اجراات لري.
په افغانستان کې ښځې لاهم له جنسي تېریو، جبري ودونو، وژنو او نورو زور زیاتیو سره مخامخ دي، او ملګري ملتونه وايي چې افغان چارواکي له دغو نارواوو څخه د ښځو په ساتو کې پاتې راغلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د استازۍ (یوناما) په خپل یوه وروستي کلېکاږل رپوټ کې سپارښتنه کړې چې پکار ده افغان پولیسو، څارنوالانو او حکومتي چارواکو ته ښه روزونه ورکړل شي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنوي قانون پلی کړی.
په دغه قانون کې چې په ۲۰۰۹ کال کې تصویب شو، د کوچنیانو ودول، جبري ودونه، ځان سوزولو ته د ښځو اړ ایستل او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېر نور موارد د سزا وړ جرمونه ګڼل شوي دي.
خو د یوناما رپوټ وايي که څه هم په یوه کال کې نژدې ۶۰۰ قضیې څېړل شوي، خو یوازې د ۱۵۰ قضیو په اړه ګام اخیستل شوی دی.
ملګري ملتونه وايي لا ډېره لار پاتې ده افغان ښځې له تاوتریخوالي څخه په بشپړه توګه وساتل شي.
ستاسوپه نظر په کورنۍ او ټولنه کې د ښځو په وړاندې د زورزیاتي اصلي لاملونه کوم دي؟
څنګه کېدی شي چې د دغه زورزیاتي مخه ونیول شي؟
د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلفون وکړﺉ: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱
خپل پیغام د اس ام اس له لارې هم پر دې شمېرې رالېږلئ شئ: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸
د ښځو په وړاندې ډېرې ستونزې شته چې یوه یې د نجلۍ له خوښې پرته واده دی. پلار یې یوازې پیسې په نظر کې نیسي او د خپلې راتلونکي ته هېڅ پام نه کوي.
د ینی علما باید خپل مسؤلیت ترسره کړي او په جوماتونو کې خلکو ته نصیحت وکړي چې د ښځو په وړاندې د زورزیاتي مخه ونیسي
که په محکمو کې د فساد مخه ونیول شي د ښځو په وړاندې به د زورزیاتي مخه هم ونیلو شي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي د قانون او د هغوی د شرعي او قانوني حقوقو په اړه عامه پوهاوی باید ډېر شي، چې په دې برخه کې علما کرام، قومي مخور مشران، استادان ، ښوونکي او مسؤول ارګانونه ډېر څه کولای شي.
زماپه نظردښځوپه وړاندي د تاوتريخوالي يوازینی علت بي سوادي ده. كه چيري دعلم كچه لوړه شي دغه ستونزه به ترډېره حده حل شي.
زما په اند د دې تاوتریخوالي عمده سببونه جگ ولور، په جبراو زور اوپه پټو سترگو ودول یاواده کول، داوږدی مودی لپاره دخاوند مسافرت، د بدل ودونه او داسې نور تشکیلوي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .