له ولسي جرګې شړل شوې استازې

  • د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له ولسي جرگې نه د شړل شوې استازې سمين بارکزۍ د روغتيا په اړه ژوره اندېښنه ښودلې.
    د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له ولسي جرگې نه د شړل شوې استازې سمين بارکزۍ د روغتيا په اړه ژوره اندېښنه ښودلې.
  •  سمين بارکزۍ چې د افغانستان د ټاکنو د کميسيون په وروستۍ پرېکړه له ولسي جرگې نه لرې کړل شوې ده، له يوې اوونۍ راپدېخوا يې د نه خوړو اعتصاب پيل کړى.
    سمين بارکزۍ چې د افغانستان د ټاکنو د کميسيون په وروستۍ پرېکړه له ولسي جرگې نه لرې کړل شوې ده، له يوې اوونۍ راپدېخوا يې د نه خوړو اعتصاب پيل کړى.
  • له هغې مودې را هيسته چې د ولسي جرگې نه لرې کړل شوې استازې سمين بارکزۍ د نه خوړو اعتصاب پيل کړى، نو ګڼ حکومتي چارواکي يې د ليدو لپاره ورغلي دي.
    له هغې مودې را هيسته چې د ولسي جرگې نه لرې کړل شوې استازې سمين بارکزۍ د نه خوړو اعتصاب پيل کړى، نو ګڼ حکومتي چارواکي يې د ليدو لپاره ورغلي دي.
  • له يوې اوونۍ راهيسته اغلې بارکزۍ د ملي شورا ودانۍ ته څېرمه په يوې درول شوې خيمه کې ناسته ده او د نه خوړو اعتصاب يې پيل کړي دى.
    له يوې اوونۍ راهيسته اغلې بارکزۍ د ملي شورا ودانۍ ته څېرمه په يوې درول شوې خيمه کې ناسته ده او د نه خوړو اعتصاب يې پيل کړي دى.
  • آغلې بارکزۍ چې له هرات ولايته ولسي جرگې ته بريالۍ شوې وه، څه د پاسه دوه مياشتې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کميسيون له پرېکړې سره سم د اتو تنو نورو غړو سره له جرگې وايستل شوه.
    آغلې بارکزۍ چې له هرات ولايته ولسي جرگې ته بريالۍ شوې وه، څه د پاسه دوه مياشتې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کميسيون له پرېکړې سره سم د اتو تنو نورو غړو سره له جرگې وايستل شوه.
  • اغلې بارکزۍ له قانونه د ملاتړ د ائتلاف غړيتوب هم لري.
    اغلې بارکزۍ له قانونه د ملاتړ د ائتلاف غړيتوب هم لري.
  • پخپله مېرمن بارکزۍ بيا ويلي تر هغې پورې چې ملي او نړيوال بنسټونه د هغې او د هغې د اتو تنو نورو ملگرو دوسيې په کره توگه و نه څېړي، هغه به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.
    پخپله مېرمن بارکزۍ بيا ويلي تر هغې پورې چې ملي او نړيوال بنسټونه د هغې او د هغې د اتو تنو نورو ملگرو دوسيې په کره توگه و نه څېړي، هغه به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.
  • د آغلې بارکزۍ تر څنګ د هغې مېړه ناست دی.
    د آغلې بارکزۍ تر څنګ د هغې مېړه ناست دی.
  • تر دې وړاندې د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي او د ولسمشر امنيتي سلاکار رنگين دادفر سپنتا هم له نوموړې سره ليدلي وو او ښاغلي خليلي ورسره ژمنه کړې وه چې ډېر زر به د هغې دوسيه وڅېړل شي.
    تر دې وړاندې د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي او د ولسمشر امنيتي سلاکار رنگين دادفر سپنتا هم له نوموړې سره ليدلي وو او ښاغلي خليلي ورسره ژمنه کړې وه چې ډېر زر به د هغې دوسيه وڅېړل شي.
  • ول کېږي ښايي د سمین بارکزۍ معده سورۍ شي او يا هم د هغې پښتورگي له کاره وغورځي.
    ول کېږي ښايي د سمین بارکزۍ معده سورۍ شي او يا هم د هغې پښتورگي له کاره وغورځي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .