
ویل کېږي چې عبدالجبار ثابت چهار اسیاب ته د خپلو ځمکو د سرپرستۍ لپاره تللی و.
په کابل کې پولیسو تایید کړې چې پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت د ناپېژاندو کسانو له خوا کابل ته څېرمه تښتول شوی دی.
د کابل پولیسو منلې چې پخوانی لوی څارنوال د کابل- لوګر ترمنځ په چار اسیاب کې ناپېژاندو تښتولی دی.
د کابل امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي نور جزییات ورنه کړل، خو وویل چې ښاغلی ثابت د لوګر- او کابل ترمنځ سیمه کې د پنجشنبې په ورځ ناوخته تري تم شوی دی.
ښاغلي ثابت د خپل لنډ ماموریت پرمهال د ځینو ځواکمنو کسانو خلاف د دوسیو په جوړولو ځانته لوی غلیمان موندلي وو.
ایوب سالنګی وايي، ښاغلی ثابت د چهار اسیاب له ولسوالۍ شاوخوا ۱۵ کیلومتره لیرې تللی و، چې هېڅ کوم امنیتي ځواکونه یې په دې سفر نه وو خبر کړي.
د ښاغلي ثابت د موندلو هڅې پیل شوې، او په ځينو کلیو کې عملیات پیل شوي او ځينې لارې سختې څارل کېږي.
ویل کېږي چې عبدالجبار ثابت چهار اسیاب ته د خپلو ځمکو د سرپرستۍ لپاره تللی و.























