
ښاغلي سپنتا وویل افغانستان مخامخ د پاکستان له استخباراتي او پوځي ادارو سره په جګړه دی او باید له هغوی سره دا ستونزه هواره کړي.
افغان حکومت وايي له طالبانو سره د سولې خبرې بې معنی دي او باید مخامخ له پاکستان سره خبرې وشي چې طالبان خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره د وسیلې په توګه کاروي او د هغوی سنبالوونکی دی.
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفرسپنتا پر اسلام اباد د یو لړ نورو تندو نیوکو ترڅنګ دغه هېواد د نړیوالې ترهګرۍ د تولید اصلي ځاله وبلله.
ښاغلي سپنتا وویل افغانستان مخامخ د پاکستان له استخباراتي او پوځي ادارو سره په جګړه دی او باید له هغوی سره دا ستونزه هواره کړي.
ښاغلي سپنتا دا هم ومنله چې ایران هم کله ناکله د طالب اورپکو ملا تړي، خو د ایران مرستې د ده په ټکو د پاکستان په څېر سیستماتیکې نه دي.
پر پاکستان د افغان نیوکو دغه نوې لړۍ د تېرې ورځې په هغې غونډې کې پيل وشوه، چې ولسمشر له طالبانو سره د سولې د خبرو د څرنګوالي په تړاو په ارګ ته بللې وه.
غونډې ته د ځینو لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ یوشمېر پخواني جهادي سټي او سیاست وال هم ورغوښتل شوي وو.
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا هم د غونډې یو ګډونوال و.
نوموړی زموږ همکار جعفر هاند ته د یوې مرکې په سر کې په دې غږېږي چې ولي د طالبانو پر ځای باید له پاکستان سره خبرې وشي؟
که په دې باب تبصره کوﺉ، لطفاً کلېکاږل بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼې ته ورشئ.
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي
© 2012
.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .