
راپور کاږي، هره میاشت افغانستان کې روان کال په اوسط ډول ۲۱۰۸ بریدونه او د تاوتریخوالي پېښې کېږي، چې په حواله یې په تېر جون کې ۲۶۲۶، په جولای کې ۲۶۰۵ او په اګست کې ۲۳۰۶ د ناامنیو پېښې ثبت شوې دي.
ملګري ملتونه وايي چې په تېرو درو میاشتو کې افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
دغه سازمان په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، د تېر کال د همدې مودې پرتله، د سږني کال په جون، جولای او اګست میاشتو کې د افغان ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په دې راپور کې ویلي، یوازې په تېرو درو میاشتو کې افغانستان کې د تاوتریخوالي اووه زره پېښې شوې دي.
په دې تاوتریخجنو پېښو کې وسله والې نښتې او د سړک غاړې د ماینونو چاودنې هم راځي.
راپور کاږي، د تاوتریخوالي ډېری پېښې د افغانستان په سوېل او سوېل ختيځ کې رامنځ ته شوې، خو کندهار ښار او شاوخوا سیمې تر ټولو ناامنه ښودل شوې.
د راپور له مخې، بان کي مون د ډېری تاوتریخجنو پېښو پړه پر وسله والو طالبانو او القاعدې ډلې اچولې ده.
نوموړي ويلي، ددغو پېښو لږترلږه ۷۷ په سلو کې عاملین د افغانستان ددولت مخالفان دي.
په کابل کې د بي بي سي خبریال پال ووډ وايي، د ملګرو ملتونو له لوري ورکړل شوې شمېرې د نړیوالو او افغان ځواکونو په لیکو کې د اندېښنې راپارولو سبب کېدای شي.
نوموړی زیاتوي، په هغو سیمو کې د ناامنیو پېښې کمې شوې، چې بهرني ځواکونه پکې مېشت دي، خو په ګڼو سیمو کې ګډوډۍ او د خپ او ترپ بریدونه شته.
''پرمختللي بریدونه''

په دې تاوتریخجنو پېښو کې وسله والې نښتې او د سړک غاړې د ماینونو چاودنې هم راځي.
د ملګرو ملتونو راپور کاږي، چې په دې وروستیو کې اورپکو ''پرمختللي بریدونه'' پیل کړي، داسې چې په ډله ییزه توګه پر مهمو بنسټونو او ودانیو بریدونه کوي.
د افغانستان پلازمېنه کابل هم ددغو پرمختللو بریدونه شاهد و، چې په لړ کې یې د امریکا پر سفارت او د ناټو د قومندانۍ پر مرکز بریدونه وشول.
راپور کاږي، هره میاشت افغانستان کې روان کال په اوسط ډول ۲۱۰۸ بریدونه او د تاوتریخوالي پېښې کېږي، چې په حواله یې په تېر جون کې ۲۶۲۶، په جولای کې ۲۶۰۵ او په اګست کې ۲۳۰۶ د ناامنیو پېښې ثبت شوې دي.
که په دې باب تبصره کوﺉ، لطفاً کلېکاږل بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼې ته ورشئ.
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي


























