
ددې اوونۍ د پیلوځي مهم توکي داسي دي.
۱. جرمنیانو ولي څه باندې دوه نیم سوه کاله مخکي زیږیدلی خپل نړیوال شهرت لرونکی لیکوال او شاعر ګویتې په هر وخت کې تر ټولو لوی جرمنی غوره کړی؟
۲. یوه جلاوطن عربي شاعر ادونیس، یوه مهمه نړیواله جایزه وګټله. د هغه پر شعر او فکر خبرې کوو.
۳. په امریکا کې د سپتمبر د یوولسمې یا ۹/۱۱ تر بریدونو وروسته په بیلو ژبو کې پر اړوندو موضوعاتو په زرګونو آثار لیکل شوي دي. ددغو بریدونو د لسمې کالیزې په پلمه پر ۹/۱۱ چاپي صنعت ږغیږو.
۴. د افغانستان په هرات ولایت کې د تاریخي آثارو او قبرونو د خوندي کولو او ثبتولو د نوو هڅو یادونه کوو.
۵. په پاﺉ کې د ځینو تازه چاپ شوو پښتو آثارو نومونه هم اخلو.
دا پروګرام دلته واورﺉ
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .