ولسي جرګې ته اته بریالي استازي په زور ننویستل شول

ظاهر قدیر

ظاهر قدیر: ''دا د ولسي جرګې د عزت خبره ده، هېچا ته به اجازه ورنه کړو چې قانون تر پښو لاندې کړي، ولسمشر ا ولومړي مرستیال محمد قسیم فهیم پر ولسي جرګې کودتا کړې ده، که دوی د افغانستان خیر غواړي، نو له خپل دریځه دې تېر او د قانون درناوی یې د وکړي، که نه ولس به په لوی بحران کې پرېوځي.''

د ولسي جرګې ۸ نوي غړي نن په داسې حال کې، چې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو، جرګې ته معرفي شول او لوړه یې وکړه.

افغان حکومت جرګې ته د دغو کسانو د ورپېژندلو لپاره د پارلمان په شاوخوا کې له قانون څخه د ملاتړ د ايتلاف د غړو له ننوتو د مخنیوي په موخه پولیس ګومارلي وو.

د افغانستان د ملي شورا چاپېره د نورو ورځو په توپیر د امنيتي تدابيرو د نيولولپاره په سلګونه پولیس ګومارل شوي وو.

سهار وختي ولسي جرګې ته ۸ نوي غړي، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پرېکړې له مخې بریالي اعلام شوي، ملي شورا ته ورغلل او ولسي جرګې ته د دغې جرګې د نهو پخوانیو غړو مخنيوی وشو.

په داسې حال کې، چې د ملي شورا له ودانۍ بهر له قانون څخه د ملاتړ د ايتلاف د غړو غونډه روانه وه، د ولسي جرګې د ننه د شا وخوا ۶۰ غړو پروړاندې، چې نصاب هم نه پوره کېده، د ولسي جرګې اتو نویو غړو لوړه وکړه.

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤوف ابراهیمي د جرګې نوي غړي، له ۲۴۹ غړو له ډلې څخه د نژدې ۶۰ غړو پروړاندې وروپېژندل، خو د جرګې د ودانۍ پروړاندې يي د چټک غبرګون د پولیسو په شتون نیوکه وکړه:

''له هغې پرته چې موږ په جریان کې واوسو، د شورا په شا و خوا کې امنیتي ارګانونه د حکومت لخوا راغلل او زما له موټر څخه يی تلاشي پیل کړه، په داسې حال کې، چې د دغې کورنۍ حیثیت دا تمه نه درلوده. په هر حال د هغه کار چې تمه یی نه کېده، وشو. تاسو چې نن د دغې شورا د غړو په توګه یاستئ او په ټوله کې هغه غړي، چې نن په جرګه کې دي، په دې شمېر مو تاسې نه وی پېژندلي، د جرګې غړي باید پوره وي، خو دغه وروڼه، چې دلته دي، ټینګار یې کاوه، چې دغه کړکېج ته د پای ټکې کېښودل شي. خو وروستي عواقب د اداري پلاوي پرغاړه نه، بلکې د حکومت پر غاړه به وي.''

په همدې حال کې له قانون څخه د ملاتړ د ايتلاف غړي، چې شاوخوا ۷۰ تنه وو، پولیسو يې د پارلمان ودانۍ ته د ننوتو مخه ونیوله.

د دغه ايتلاف ځینو غړو خبرداری ورکړ، چې د افغان حکومت اقدام، چې له پوځي ځواک سره يې جرګې ته نوي غړي وروپېژندل، بې ځوابه پرې نه ږدي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون دوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ، چې د جرګې نهه غړي يي بې واکه کړي او پرځای یې نور کسان ګومارلي دي.

خو دغې پرېکړې، چې د ولسمشر حامدکرزي په ملاتړ شوې وه، د ولسي جرګې د یوشمېر غړو غبرګون راوپاروه.

له قانون څخه د ملاتړ د ايتلاف غړو وویل، چې دغه پرېکړه په هېڅ ډول دوی ته د منلو وړ نه ده.

د ولسمشر کودتا

ددغه ایتلاف غړی عبدالظاهر قدیر خبریالانو ته وویل'':دا د ولسي جرګې د عزت خبره ده، هېچا ته به اجازه ورنه کړو چې قانون تر پښو لاندې کړي، ولسمشر ا ولومړي مرستیال محمد قسیم فهیم پر ولسي جرګې کودتا کړې ده، که دوی د افغانستان خیر غواړي، نو له خپل دریځه دې تېر او د قانون درناوی یې د وکړي، که نه ولس به په لوی بحران کې پرېوځي.''

په ولسي جرګې حالت هغه مهال کړکېچن شو چې په پارلمان کې د اصلاح غوښتونکو ډلې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له ورستۍ پرېکړې ملاتړ وکړ.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون دوه اوونۍ وړاندې د رایو په اکثریت سره پرېکړه وکړه چې د ولسي جرګې په جوړښت کې به هېڅ راز بدون نه مني، او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د ولسي جرګې د اوسنیو نهو غړو پر ځای یې د نویو کسانو راوستل نا قانونه عمل وباله، خو د ولسي جرګې د شنبې ورځې خبرې پر همدې موضوع راټولې وې.

په ولسي جرګې کې نظم هغه مهال ګډ وډ شو چې په پارلمان کې د اصلاح غوښتونکو په نوم ډلې یوه غړي شهزاده شاهد د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له وروستۍ پرېکړې خپل ملاتړ اعلان کړ.

ولسي جرګه

د اصلاح غوښتونکو ډله چې د ولسي جرګې نژدې یو په دریمه برخه جوړوي، په دې وروستیو کې په ولسي جرګې کې رامنځ ته شوې ده.

خو حالت هغه مهال لاپسې کړکېچن شول چې د ولسي جرګې یوه غړې راپاڅېده او خپل ټیکری یې د ښاغلي شاهد پر سر ورواچاوه. چې د افغاني دود له مخې یوه نارینه سخت سپکاوی بلل کیږي.

له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف غړو، پر اصلاح غوښتونکو تور لګاوه چې له ولسمشر کرزي څخه امتیارونه ترلاسه کوي.

خو د اصلاح غوښتونکو ډلې وروسته د یوې خبري غونډې په ترڅ کې دا تورونه رد کړل او ویې ویل چې د پارلماني لانجو د حل لپاره یې دا تصمیم نیولی دی.

د اصلاح غوښتونکو ډله چې د ولسي جرګې نژدې یو په دریمه برخه جوړوي، په دې وروستیو کې په ولسي جرګې کې رامنځ ته شوې ده.

ویل کیږي چې دا ډله، له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف د کمزوري کولو په موخه جوړه شوې چې په دې وروستیو کې یې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او ولسمشر د وروستیو تصمیمونو په اړه اعتراضونه پیل کړي وو.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .