
جرمني وايي دوه وګړي د هندوکوش غرونو په لړۍ کې له تری تم کېدا وروسته تښتول شوي.
د افغان چارواکو منلې، چې دوه جرمني سړي د کابل په شمال کې تر تری تم کېدا وروسته اورپکو تښتولي دي.
دغه دوه جرمنیان سالنګ پاس ته څېرمه وروسته له هغه تری تم شول، چې غوښتل یې د هندوکوش غرونو سرونو ته وخېژي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګودیو ویسټروېل د خپلو دوو وګړو د تری تم کېدا د خبر په تاییدولو سره ویلي چې تېره اوونۍ داسې انګیرنه وه چې ګني اورپکو تښتولي.
خو د پروان ولایت د پولیسو مشر شیر احمد ملداني اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي ''موږ خبر یو چې دوی د اورپکو له خوا تښتول شوي. ''
نوموړی زیاتوي: ''په اړه یې ډېر جزییات نه شم درکولای، خو ډېر ژر به موږ نور معلومات ومومو.''
تر دې مهاله ددغو جرمنیانو د تښتولو پړه چا نه ده منلې.
په دې وروستیو کلونو کې ګڼ بهرني وګړي د وسله والو له خوا تښتول شوي، چې یو شمېر یې له معاملې وروسته خوشي شوي دي.
جرمني په افغانستان کې شاوخوا ۵۴۰۰ پوځيان لري، چې ډېرﺉ یې د افغانستان په شمالي کندوز ولایت کې مېشت دي.


















