
د اصلاح غوښتونکو ډله چې د ولسي جرګې نژدې یو په دریمه برخه جوړوي، په دې وروستیو کې په ولسي جرګې کې رامنځ ته شوې ده.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د ولسي جرګې د نهو تنو د واکونو اخیستل په ولسي جرګې کې د یو شمېر غړو ترمنځ د لفظي شخړې لامل شو.
یو شمېر استازي آن سره ونښتل، خو امنیتي کسانو یې مخه ونیوله.
په ولسي جرګې حالت هغه مهال کړکېچن شو چې په پارلمان کې د اصلاح غوښتونکو ډلې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له ورستۍ پرېکړې ملاتړ وکړ.
که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره اوونۍ د رایو په اکثریت سره پرېکړه وکړه چې د ولسي جرګې په جوړښت کې به هیڅ راز بدون نه مني، او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د ولسي جرګې د اوسنیو نهو غړو پر ځای یې د نویو کسانو راوستل نا قانونه عمل وباله، خو د ولسي جرګې د شنبې ورځې خبرې پر همدې موضوع راټولې وې.
په ولسي جرګې کې نظم هغه مهال ګډ وډ شو چې په پارلمان کې د اصلاح غوښتونکو په نوم ډلې یوه غړي شهزاده شاهد د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له وروستۍ پرېکړې خپل ملاتړ اعلان کړ.
خو حالت هغه مهال لاپسې کړکېچن شول چې د ولسي جرګې یوه غړې راپاڅېده او خپل ټیکری یې د ښاغلي شاهد پر سر ورواچاوه. چې د افغاني دود له مخې یوه نارینه سخت سپکاوی بلل کیږي.
دا کار لامل شو چې اصلاح غوښتونکي د ښاغلي شاهد او د قانون څخه د ملاتړ ایتلاف غړي د مېرمنې په پلوي ودریږي.
دواړو خواوو یو بل ته سخت سپکې سپورې وویلې او خبره آن فزیکي نښتې ته ورسېده، چې امنیتي کسان بیا ددوی مخه سره ډپ کړه.
د ولسي جرګې مشر د حالاتو د لاخرابېدو د مخنیوي لپاره د غونډې پای اعلان کړ، چې ورسره جوخت د اصلاح غوښتونکو ډله له ولسي جرګې ووته.
خو د نورو وکیلانو په غوښتنه غونډه بېرته له سره ونیول شوه، د ولسي جرګې استازو ویل، اصلاح غوښتونکي باید د جرګې د مصوبو په اړه خپل نظر ورنکړي:
د قانون څخه د ملاتړ ایتلاف غړو، پر اصلاح غوښتونکو تور لګاوه چې له ولسمشر کرزي څخه امتیارونه ترلاسه کوي.

د ولسي جرګې مشر د حالاتو د لاخرابېدو د مخنیوي لپاره د غونډې پای اعلان کړ، چې ورسره جوخت د اصلاح غوښتونکو ډله له ولسي جرګې ووته.
خو د اصلاح غوښتونکو ډلې وروسته د یوې خبري غونډې په ترڅ کې دا تورونه رد کړل او ویې ویل چې د پارلماني لانجو د حل لپاره یې دا تصمیم نیولی دی.
د اصلاح غوښتونکو ډله چې د ولسي جرګې نژدې یو په دریمه برخه جوړوي، په دې وروستیو کې په ولسي جرګې کې رامنځ ته شوې ده.
ویل کیږي چې دا ډله ، له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف د کمزوري کولو په موخه جوړه شوې چې په دې وروستیو کې یې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او ولسمشر د وروستیو تصمیمونو په اړه اعتراضونه پیل کړي وو.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .