افغان حکومت: زورواکي په زور د کډوالو مېنې نیسي

افغانستان ته بیرته ستنیدونکي کډوال سرپناه غواړي

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي ددغه هېواد په يو شمېر ولايتونو کې زورواکانو پر هغو مېنو خېټه اچولې چې د وزارت له خوا بېرته راستنېدونکو کډوالو ته ځانگړې شوې دي.

تردې مهاله افغان حکومت د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ۶۰ مېنې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته منلې دي.

له دې ټولگې څخه په ٢٧ مېنو کې بېرته راستانه شوي وگړي ژوند کوي، خو اوس د کډوالو وزارت وايي چې په ننگرهار، کابل او غزني ولايتونو کې ددوى له خوا ټاکل شوې مېنې د زورواکانو له خوا لاندې شوې دي.

چارواکي بېلګه راوړي چې يو سیمه یيز زورواکان د ننگرهار په شيخ مصري مېنه کې له لس زره متر مربع ځمکې نه ديوال تاو کړی دى.

د کډوالو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرأت پر امنيتي چارواکو داسې تور لګوي چې گواکې د زورواکانو ملاتړ کوي:

''دلته دوه خبرې دي، يا امنيتي بنسټونه کمزوري دي، يا د امنيتي بنسټونو مرسته ده چې زورواکي د کډوالو لپاره ځانګړې شوې مېنې نیسي. که د امنيتي بنسټونو مرسته نه وي څنگه پر رڼا ورځ يو غاصب د کډوالو چارو وزارت ځمکې لاندې کوې.''

دلته دوه خبرې دي ، يا امنيتي بنسټونه کمزوري دي ، يا د امنيتي بنسټونو مرسته ده چې زورواکي د کډوالو لپاره ځانګړي شوي ښارګوټي نیسي .که د امنيتي بنسټونو مرسته نه وي څنگه پر رڼا ورځ يو غاصب د کډوالو چارو وزارت ځمکې لاندې کوې .

د کډوالو چارو د وزات ویاند

ښاغلي جرأت وويل د کډوالو چارو وزارت يو پلاوى له ړنگوونکو ماشينونو سره د کابل د بگرامۍ ولسوالۍ مموزي مېنې ته ورغى چې خپلسري ديوالونه ړنگ کړي، خو وايي ولسوال ورسره له تللو نه انکار وکړ.

د کډوالو چارو وزارت وياند وويل که دوى چاته د ځمکې سند ورکړي، د زورواکانو له خوا په مرگ گواښل کېږي او که د وزارت کارکوونکي د کرښو اچولو لپاره ورشي په کاڼو او کوتکونو وهل کېږي.

د کډوالو چارو وزارت وايي اوس يې پرېکړه کړې ده چې دا ستونزه د افغانستان امنيت شوری او وزيرانو شوری ته واستوي چې د هواري لپاره يې يوه لاره بيا مومي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .