یونما: د ملکي تلفاتو له اړه کونړ تر ټولو خطرناک دی

ټپي شوی ماشوم

یونما وايي د وژل شوو افغانانو دوه پر درېیمه برخه د خښ کړای شوو مایونو اړخه ده چې دا کال يې په افغانستان کې ۴۴۴ تنه ولسي وګړي تر دې مهاله وژلي.

د ملګرو ملتونو د استازۍ (یونما) کونړ په همدې کال کې د ملکي تلفاتو له اړخه د افغانستان تر بلې هرې سیمې خطرناک وباله او ويې ویل په ۲۰۱۱ کال کې ډېره ولسي مرګ ژوبله همدلته اوښتې.

مارک ګارلسکو په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه د ملګرو ملتونو له استازې ادارې سره کار کوي، دی وايي پر افغان او نړیوالو ځواکونو ددوی پرله پسې فشار د ملکي تلفاتو په راکمولو کې یو څه مرسته کړې، خو وايي د هوايي بریدونو او بمي چاودنو له امله د ولسي افغانانو ژوند تر کلک ګواښ لاندې دی:

''تاسې پوهیږئ په افغانستان کې ډېر خطرناک ځای چې ولسي خلک په کې اوسېږي، کوم یو دی؟ په ۲۰۰۹ او۲۰۱۰ کلنو کې کندهار ډېر خطرناک و، خو په ۲۰۱۱ کې کونړ په سر کې دی.

ملګرو ملتونو دا درک کړې چې کونړ یو خطرناک ځای دی، نو ځکه ېې د ملکي وګړو د ژغورنې هڅې پیل کړي، موږ له افغان او نړیوالو ځواکونو سره له نژدې کار کوو موږ پر دوی زور راوړی چې ټولې هغه لارې چارې ولټوي چې تر مخې يې ولسي مرګ ژوبله په دې هېواد کې راکمه شي.''

مارک ګارلسکو دا خبرې داسې مهال کولې چې تېره ورځ هم د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د چار واکو په وینا اته ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کونړ والي سید فضل الله وحیدي ملګري ماتونه راوننګول چې ولې يې تر اوسه د یو سرغړوونکي د محاکمې غوښتنه قدرې هم نه ده کړې او نه يې څوک له کریوانه راونیو ، دی له دې اړخه ډېر ستومانه وو چې ولې کونړ په انسان وژنه کې تر نورو مخته شو:

''ډېره د خپګان خبره ده، زه نن ډېر خپه یم چې زموږ ولایت په ټول افغانستان کې اوله درجه کېږي ځکه موږ خلکو وژلي یو، دا مرګ موږ نه دی کړی.

نن چې زه له ستاسې سره غږېږم زما په جیب یو کاغذ دی له خپګانه ېې زه په جیب کې ساتم، دغه پرون په وټه پور کې ۸ اته کسان شهیدان او زخمیان شوي چې دوه په کې د ښوونځي زده کوونکي دي.

سید فضل الله وحيدي

د کونړ والي سید فضل الله وحیدي ملګري ماتونه راوننګول چې ولې يې تر اوسه د یو سرغړوونکي د محاکمې غوښتنه قدرې هم نه ده کړې او نه يې څوک له کریوانه راونیو.

یوه ورځ موږ یوه علني محکمه درلوده دوه غوایان یوه سړي پټ کړي وو هغه دلته علني محاکمه شو مګر هلته چې ۶۰ مړه شول هغه چا علني محاکمه نه کړل څه شول هغه ددونیا بشر دوستان.''

''سرې سترګې ګرځي''

په دې ناسته کې ځینو نورو لویو وړو پېښو ته هم اشاره وشوه چې د وینا والو په خبره سرغړوونکي يې اوس هم سرې سترګې ګرځي.

د ملګرو ملتو استازي مارک ګارلسکو وویل په کومړ کې ډیره مرګ ژوبله دناټو دافاچي چورلکو دبمبار له اړخه ده ،خو دا يې هم وویل چې د افغانستان په نورو برخو کې بیا ډېر ولسي زیان د لارې غاړې ته خښ شوي مایونه اړوي.

ښاغلي ګارلسکو وویل د وژل شوو افغانانو دوه پر درېیمه برخه د همدغو بمونو له اړخه ده چې دا کال يې په افغانستان کې ۴۴۴ تنه ولسي وګړي تر دې مهاله وژلي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .