حفيظ الله معروف
له کابله

دا د هغو لسو زرو امريکايانو يوه برخه ده چې په روان کال کې له افغانستان نه وځي.
د امریکا د پوځ لومړۍ ډله پوځیان، چې شمیر یې ۶۵۰ ته رسیږي او په کابل او چاريکارو کې دېره وو، له افغانستان نه ووتل.
دا د هغو لسو زرو امريکايي سرتېرو لومړۍ جوپه ده چې د روان میلادي کال تر پایه به له افغانستان څخه ووځي.
تیره میاشت د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ، چې د راتلونکي کال تر دوبي به په ټوليز ډول له افغانستان نه ۳۳ زره پوځيان وباسي.
په کابل کې د امریکایې ځواکونو د رسنیو یوه مسوول مایکل وون بي بي سي ته وویل، چې له افغانستان نه د دغو ځواکونو وتل له وړاندې پلان شوي وو:
" دا دوه جوپې د امریکا د پوځ لومړۍ ډله ده، چې خپل هیواد ته ستنیږي. د دوی وتل له وړاندې پلان شوي وو او د دوی پر ځای نور امریکايې سر تیري افغانستان ته نه راځي. دا دوه جوپې پوځیان په پروان او کابل کې میشت ول."
د دغه امریکایي چارواکي په وینا، دغو امریکايي ځواکونو په کابل کې د امنیت چارې افغان ځواکونو ته له وړاندې سپارلې دي.
خو دی وایي په چاریکارو کې د امریکایې سرتیرو په ځای له کابله نور ورغلي امریکایي پوځیان ځای پر ځای شوي دي.
امريکا اوسمهال په افغانستان کې نژدې ۱۰۰ زره سرتېري لري، خو د ۲۰۱۲ کال تر پایه به د د غو سرتیرو شمیر ۶۴ زره ته راښکته شي.
ټاکل شوې چې امريکا به د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پايه په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت پای ته ورسوي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .