محمد قاضي زاده
له هراته

د فراه قومي مخور د تښتول شويو کسانو د خلاصون په لټه کې دي.
د افغانستان په لوېديځ کې چارواکي وايي چې نا پېژاندو وسله والو کسانو د يوه کلي ۳۵ کسه له ځانه سره بېولي دي.
پېښه د فراه ولايت د ګلستان ولسوالۍ د توت و مولا اباد په کلي رامنځته شوې او تر اوسه د خلکو د تښتولو اصلي انګېزه، نه ده معلومه.
خو د فراه ولايت د امنيت مشر صمدخان په سيمه کې د بي بي سي خبريال ته ويلي چې، دغه کسان له حکومت سره د همکارۍ په تور تښتول شوي دي.
په دې اړه هم تر اوسه څه نه دي ويل شوي چې د څه ډول همکاريو له مخې دغه کسان، ټوپک والاوو يرغمل کړي دي.
د فراه چارواکي وايي د تښتول شويو ۳۵ کسانو له ډلې يو يې وسله والو وژلی او د نورو برخليک او ځای ځايګی نه دی معلوم.
دوی وايي د فراه قومي مشران او مخور د وسله والو له منګولو د تښتول شويو کسانو د بېرته خلاصولو په لټه کې دي.
تر اوسه هېڅ يوې ډلې د دغو کسانو د تښتولو مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.
ځايي چارواکي وايي د تښتول شويو د څرک لګولو په موخه يې امنيتي ځواکونو پلټنې پيل کړي دي.
دا په تېرو څو ورځو کې په فراه ولايت کې د تښتونې دويمه پېښه ده.
څو ورځې وړاندې د همدې ولايت له بالابلوک ولسوالۍ نه وسله والو ۳۲ کسه ماين پاکان وتښتول، چې له څلور تنه يې ترې ووژل.
خو پاتې ماين پاکان يې څو ورځې وروسته د ځايي قومي مشرانو په منځګړيتوب بېرته پرېښودل.
وړاندې تر دې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې وسله والو کسانو امنيتي ځواکونه، ماين پاکوونکي، ژورنالستان او د نادولتي ټولنو کارونکي يرغمل کړي وو، خو دا لومړی ځل دی چې ويل کېږي وسله والو د کلي خلک يرغمل کړي دي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .