د افغانستان په شمال کې درې ترکان تښتول شوي

د افغانستان په شمالي جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو حضور او فعالیتونه ډېر شوي دي .

د افغانستان په شمال جوزجان ولایت کې نامعلومو وسله والو درې ترکي وګړي تښتولي دي .

دغو ترکانو دڅرمنو په یوه افغان سوداګریز شرکت کې کار کاوه .

دجوزجان ولایت امنیتي چارواکي وایي په دې اړه يې پلټنه پیل کړې، خو تر اوسه یې په تور څوک نه دي نیول شوي .

یوه افغان چارواکي ويلي، تښتوونکو د دغو ترکي وګړو د خوشي کولو په مقابل کې پیسې غوښتې دي .

دغه درېواړه ترکان د فاریاب- جوزجان پر لاره تښتول شوي .

که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د جوزجان یوه امنيتي چارواکي یې د تښتولو پړه پر طالبانو اچولې ده .

د محمد ابراهیم په نامه د جوزجان یوه امنيتي چارواکي ویلي، تښتوونکو له هغه دفتر سره تیلې فوني اړیکه نیولې، چې دغو ترکانو په کې کار کاوه او د خوشي کولو په مقابل کې یې پیسې ترېنه غوښتې دي .

د افغانستان په شمالي جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو حضور او فعالیتونه ډېر شوي دي .

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .