م. م پر طالبانو او القاعدې د بندیزونو د جلا کولو په پلوۍ رایه ورکړه

امنیت شورا

په نوي لېست کې د طالبانو ۱۳۸ غړي او د القاعدې ۲۵۳ غړي دي .

د ملګرو ملتو امنيت شورا پر طالبانو او القاعدې د نړيوالو بنديزونو د جلا کولو په پلوۍ رايه ورکړه .

هدف دادى چې له دغو دوو غورځنگونو سره چلند يو له بل نه توپير وکړي او په دې ډول طالبان په افغانستان کې د سولې له خبرو سره يو ځاى کېدو ته وهڅول شي .

تر اوسه د بنديزونو هماغه يوې کوميټې د دواړو غم خوړ. ملگري ملتونه وايي په دې سره طالبانو ته دا پيغام استول کېږي چې راوړاندې شي او په سوله ييز بهير کې ځانونه ورگډ کړي .

ملګرو ملتونو دا ګام له افغان دولت سره د سولې د روان بهیر په لړ کې د مرستې په توګه پورته کړی دی .

په نوي لېست کې د طالبانو ۱۳۸ غړي او د القاعدې ۲۵۳ غړي دي .

د افغانستان دولت لا له وړاندې د امنیت شورا له تور لېسته د ۲۰ طالبانو د ایستلو هڅه کړې وه .

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ظاهر طنین له بي بي سي سره په مرکه کې وویل: ''موږ له القاعدې د طالبانو د لېست د جلا کولو ملاتړ وکړ چې دا له وسله والو طالبانو سره د افغان دولت د سولې په روان بهیر کې یو مهم ګام ګڼل کېږي .''

ښاغلي طنين دا هم وویل چې له روانو هڅو داسې معلومېږي چې د افغانستان ستونزې ته باید یوازې سیاسي حل وموندل شي. پوځي چاره د حل لاره نه ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سوزان رایس هم د امنیت شورا دا ګام مهم وباله .

ظاهر طنین

ښاغلي طنين وايي چې له روانو هڅو داسې معلومېږي چې د افغانستان ستونزې ته باید یوازې سیاسي حل وموندل شي. پوځي چاره د حل لاره نه ده.

نوموړې وویل په دې کار سره په افغانستان کې سخت دريځي یوې خوا ته کېدای شي او د سولې له بهیر سره مرسته کوي .

ملګري ملتونه هڅه کوي چې طالبان پردې راولي چې له القاعدې څخه ځان بېل او په وينا يې د روغې په بهير کې مرسته ورسره وکړي .

په دغه کار کې د ملګرو ملتونو هدفونه دوه دي د يوه مقصد يې هغه کسان او ډلې دي چې په القاعدې پورې تړلې بلل کېږي او د بلې دا يوازې طالبان دي .

تردې د مخه د ملګرو ملتونو د بنديزونو کمېټې د دواړو ډلو مسايل يو ډول شړل .

القاعده نړیوال جهاد غواړي

ډپلوماټانو يې اوس منلې چې ددواړو ډلو اهداف سره يوشی نه دي . القاعده د دوی په قول نړيوال جهاد غواړي او د طالبانو کار يوازې تر افغان مقاومته پورې دی .

د نيويارک ډپلوماټيکي کړۍ يې وايي چې په دې چم به طالبان له القاعدې څخه را بېل او د کرزي ملاتړ ته به برابر شي .

بان کي مون

بان کي مون له ۲۰۰۷ راهيسې په نيويارک کې د ملګروملتونو سرمنشي دی چې د څوکۍ پنځه کلنه موده يې را روان ژمی پای ته رسېږي .

پردې سربېره، د امنيت شورا د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کي مون د دويم وار لپاره ددې ټولنې د مشر په توګه د ګمارنې سپارښتنه وکړه .

امريکايي واکمنو په امنيت شورا کې پر خپل ملاتړ سربېره د بان کي مون بيا ټاکنه ډېر ښه کار بللی دی . د سپينې ماڼۍ په سرکاري بيان کې يې ادعا کړې چې ده د نړۍ په ډېرو لويو کشالو کې د ملګرو ملتونو ښه مشرتوب کړی دی .

بان کي مون له ۲۰۰۷ راهيسې په نيويارک کې د ملګروملتونو سرمنشي دی چې د څوکۍ پنځه کلنه موده يې را روان ژمی پای ته رسېږي .

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .