افغانستان کې بهرنۍ مرستې څرنګه په ښه توګه لګول کېدای شي؟

په کال ۱۳۸۸ هجري لمریز (۲۰۰۹) کې د افغانستان د ماليې وزارت له خوا د مرسته کوونکو د مالي بیا کتنې رپوټ کې راغلي چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې له افغانستان سره ۳،۶ ملیارد ډالر مرسته شوې چې یوازې ۲۳ په سلو کې (یعنې ۸۲۶ میلیونه ډالر) د افغانستان د حکومت له لارې لګول شوې چې د دې پیسو ډېره برخه یې پور وو .

د حیرانتیا خبره داده چې د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وروسته له ډېره ځنډه (لسو کاله) وتوانېده چې په دې ځان پوه کړی چې د دوی مالي مرستې په افغانستان کې د پرمختیایي کارونو لپاره په څه ډول لګول کېږي .

دغه رپوټ چې د جون پر اوومه خپور شو، په افغانستان کې د پرمختیایي کارونو د لا ښه کولو لپاره یوه ګټوره نسخه بلل کېدای شي .

په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او بیا په خاصه توګه د امریکا تر راتګ وروسته د افغانستان حکومت څو ځلې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې خپلې مرستې د افغانستان د حکومت د بودیجې له لارې ولګوي، خو هېچا یې خبره ونه منله .

په کال ۱۳۸۸ هجري لمریز (۲۰۰۹) کې د افغانستان د ماليې وزارت له خوا د مرسته کوونکو د مالي بیا کتنې رپوټ کې راغلي چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې له افغانستان سره ۳،۶ ملیارد ډالر مرسته شوې چې یوازې ۲۳ په سلو کې (یعنې ۸۲۶ میلیونه ډالر) د افغانستان د حکومت له لارې لګول شوې چې د دې پیسو ډېره برخه یې پور وو .

پاتې نورې ټولې پیسې د بهرنیو هېوادونو له خوا په خپله لګول شوې یعنې د افغانستان د کلنۍ بودیجې برخه نه وه .

له بده مرغه بهرنۍ ټولې مرستې تر اوسه پورې په همدې ډول لګول کېږي .

ډېری خلک په تېره بیا بهرنیان په دې باور دي چې د افغانستان حکومت کې د مالي مرستو د سمون او انسجام او په سمه توګه لګولو لپاره اړین ظرفیت نه شته او د وړتیا دغه نشتوالی به د اداري فساد لامل شي .

په دې کې شک نه شته چې د افغانستان په حکومت کې اداري فساد په پراخه کچه لیدل کېږي، خو که چېرې د نړیوالو ادارو او پیا په ځانګړی توګه د امریکایي قراردادیانو او نورو غیر دولتي مؤسسو کارونو ته ځیر شو، نو د افغانستان د حکومت پرتله دوی ډېر ملامت دي .

اوبه له پاسه خړې دي

دا ویلای شو چې د دوی دغه اداري فساد د افغانستان په حکومت کې د اداري فساد له لاملونو دی. نو ویلای شو چې اوبه له پاسه خړې دي.

سربېره پردې، د بهرنیو ادارو ډېر لوړ معاشونه ددې لامل شول چې د افغانستان د حکومتي ادارو تکړه او په کار پوه کارکوونکي نړیوالو ادارو ته مخه کړي او د افغانستان حکومت ته په مخه ښه ووایي چې په پایله کې د افغانستان حکومت په خپلو ادارو کې د تکړه کسانو له کمښت سره مخامخ شو .

یوه بله موضوع چې د امریکا د مشرانو جرګې په دې راپور کې په واضحه توګه نه ده ذکر شوې، د خصوصي امنیتي شرکتونو او د ولایتي بیارغاونې د ادارو ده .

په افغانستان کې د بهرنیانو له خوا د خصوصي شرکتونو کارول حتی که هغه د پروژو د امنیت او یا که ددوی کاروانونو لپاره د لارو د امنیت ساتلو په موخه هم وي، د افغانستان د حکومت په زیان تمامېږي او په هېواد کې د ډول ډول سیمه يیزو جنګ سالارانو د ځواکمنولو لامل کېږي چې دغه کار په خپله د حکومت په کمزورولو او مشروعیت کمولو کې عمده ونډه لري .

بله خوا د ولایتي بیارغاونو ډلې یا پي آر ټي ګانې دي چې د ولایت په کچه له حکومتي ادارو سره عملاً د یوې متوازي ادارې جوړښت په څېر کار کوي .

پي آر ټي

وړاندې د ناټو سرمشي بي بي سي ته ویلي ول، چې د ولايتي بیارغاونې د ډلو یا پي آر ټي په فعالیتونو کې به بدلون راځي .

په ولایتونو کې ددوی ازاد لاس او ډېرو پیسو خلک وهڅول چې د ولایت د مشرتابه پرځای د خپلو پرمختیایي پروژو لپاره پي آر ټي ته مخه کړي او د حکومت مشروعیت او ظرفیت په مستقیمه توګه وګواښي.

له شک پرته ډېر داسې نور دلایل هم شته چې د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي، خو که د پي آر ټي ګانو کارونه د ولایتي ادارو له لارې د پې آر ټي منظمو او مستقیمو څارنو لاندې پلی شوي وای، نو د عامو خلکو پر وړاندې به د حکومت مشروعت نور لاهم زیات شوی وای او حکومت سره به یې په ولایتونو کې د ظرفیت په لوړولو کې هم ډېره مرسته کړې وای .

په افغانستان کې نړیوالو مرستوپه دغه توګه لګول د حکومتي ظرفیت په لوړولو کې هېڅ مرسته ونه کړه . که چېرې دغه مرستې د افغانستان د خلکو د اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په کتو سره د افغانستان د دولتي بودیجې له لارې لګول شوې وای، نو د افغانستان حکومت به مجبور وای چې د خپل اعتبار ساتلو لپاره یې دغه مرستې په سمه توګه لګولې وای .

د افغانستان حکومت به هېڅکله دا ونه غواړي چې د بهرنیو مرستو په سمه توګه نه لګولوله کبله خپل نړیوال اعتبار چې ډېره زیاته اړتیا هم ورته لري له لاسه ورکړي؛ ځکه له حکومتونو سره مرستې د اعتبار پربنسټ کېږي .

خو قراردادیانو او غیر دولتي ادارو سره یوازې دومره کېدای شي چې د کار اجازه ترې واخیستل شي او یا هم مشران د یو څه مودې لپاره په بند محکوم شي چې تر اوسته دغسې کوم کار نه دی شوی او غیر دولتي ادارې يو ډول خوندي پاتې شوې .

په دې راپور کې ویل شوي چې د امریکا مرستې باید پرځای او په دا ډول کارونو چې اړین، شوني او په دوامداره توګه د ګټې اخیستلو وړ وي، ولګول شي .

دغه موخې یوازې د افغاني ادارو د پیاوړتیا په شکل کې ترلاسه کېدای شي؛ ځکه چې د بهرنیانو تر وتلو وروسته به یوازې د افغانستان حکومت او دغه راز نورې افغاني ادارې ددغو پروژو مراقبت کوي او لا زیاتو ګټو ته به یې برابروي . په دې توګه موږ کولای شو چې ټولو پرمختیایي کارونو ته د ددوامداره پایلو لپاره افغاني بڼه ورکړو .

د معافیت کلتور

نو ددې لپاره دواړه خواوې یعنې د افغانستان حکومت او نړیوال باید جدي ګامونه پورته کړي . د افغانستان حکومت باید د پرمختیایي کارونو د پلې کولو پروسه او چارې شفافې کړي او په اداري فساد کې د ښکېلو دولتي یا غیر دولتي کسانو لپاره د معافیت کلتور له مینځه یوسي .

ډالر

نړیواله ټولنه پر افغان حکومت دا تور پورې کوي، چې ګني مرسته شوې پیسې یې په سمه توګه نه دي لګولې .

ددوی معافیت کېدای شي چې د ځینو لنډمهالو سیاسي اهدافو له کبله وي، خو د افغانستان مشران باید په دې پوی شي چې دغه لنډمهاله سیاسي موخو د افغانستان راتلونکی او اوږد مهاله ګټې له یوه لوی خطر سره مخامخ کړې دي .

د دغه راز کسانو د محاکمه کولو لپاره د افغانستان حکومت د نړیوالو له خوا پوره سیاسي مرستې ته هم ډېره اړتیا لري .

بله غاړې، نړیوال او بیا په ځانګړې توګه امریکا باید د افغانستان د حکومت له لارې د خپلو مرستو د لګولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي .

په دی توګه به د افغانستان حکومت او نړیوال دې ته اړ شي چې د افغانستان په ادارو کې اړین ظرفیت زیات کړي او همداراز د نړیوالو لپاره به په افغانستان کې د پرمختیایي کارونو ترسره کولو لپاره د حساب ورکولو وړ او په ټاکل شویو اهدافو سمباله همکاره اداره موجوده وي .

BBC navigation

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .