
يوناما وايي په تېره مې کې د ملکيانو تر منځ مرګژوبله تر ټولو زياته وه.
ملګري ملتونه وايي مې له ۲۰۰۷ کال راهيسې کله يې چې د ملکيانو د مرګژوبلې ثبتونه پيل کړې، د ملکي خلکو لپاره تر ټولو مرګونې مياشت وه .
ملګريو ملتونو ويلي "له شخړو سره تړليو مرګونو" شمېر ۳۶۸ ته رسېدلی چې د ۸۲٪ سلنې پړه يې د "حکومت ضد عناصرو" پر غاړه ده .
د ناټو په ګډون "حکومت پلوه ځواکونه" د ۴۵ مرګونو لامل شوي دي .
دغه خبرې په داس وخت کې کېږی چې د اورپکيو يو شمېر بريدونو د شنبې په ورځ د جون په ۱۱ مه د افغانستان په جنوب او ختيځ کې ۱۸ کسان ووژل، چې ډېری يې ملکي وګړي وو .
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، د اتو ماشومانو او څلورو ښځو په ګډون ۱۵ تنه هغه مهال ووژل شول چې د سپرلۍ موټر يې په کندهار کې پر سړک غاړې ښخ شوي بم وخوت.
په خوست کې بيا پوليسو ويلي يو ځانمرګي د پوليسو له يوې اډې بهر بريد وکړ، او د يو قوماندان په ګډون يې دوه تنه پوليس او يو ملکي وکړی وواژه. په دغه بريد کې ۱۲ تنه ټپيان شوي دي.
د هوايي بريدونو ناندرۍ
وروستي بريدونه په داسې وخت کې کېږي چې په افغانستان کې د ملګريو ملتونو مرستندويه ټولنې يوناما د ملګي مرګژوبلې په اړه د تېرې مياشتې خپلې شمېرې خپرې کړې.
د يوناما د بشري حقونو څانګې مشرې جورجيټ ګاګنون وويل: "له ۲۰۰۷ کال راهيسې چې يوناما په کې د ملکي مرګژبلې ثبتونه بيل کړې، د هرې بلې مياشتې په پرتله په تېره مې کې ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي".
دې وويل: "موږ ډېر اندېښمن يو چې د اوړي د جګړې موسم کې به د ملکيانو رنځ ګالنه لا زياته شي، چې له تاريخي اړخه د ملکي مرګژوبلې تر ټولو ډېره شمېره ورکوي".
دې زياته کړه: "د جګړې اړخونه بايد اوس د ملکيانو د ساتتنې په موخه خپلې هلې ځلې زياتې کړي".
دغه شمېرې څرګندوي چې اورپکي د دغې مرګژوبلې د ډېرې برخې پړه پر غاړه لري، خو هوايي بريدونه بيا د ملکينو ترمنځ په ۳٪ سلنه مرګونو پړ ګڼل شوي دي.
د طالبانو په نښه کولو لپاره د ناټو هوايي بريدونو ولسمشر حامد کرزی په غوسه کړی، او د پای ته رسولو غوښته يې کړې ده.
خو د ناټو قوماندانان د خپل دښمن پر وړاندې، چې ډېر وخت په پرانيستې جګړه کې د نښتو لار نه غوره کوي، هوايي بريدونه يوه ګټوره وسيله بولي.
’مرګونی کال‘
د دې پر ځای د سړک غاړې بمونه يا په سيمه ييزه توګه جوړ شوي چاودېدونکي توکي، او پر دې سدبېره ځانمرګي بريدونه او هم د خرپ او ترپ بريدونه چې پر افغان او نړيوالو امنيتي ځواکونو يې تر سره کوي، لا اوس هم د طالبانو غوره شوې وسله بلل کېږي .
د سړک غاړې بمونو موخه افغان او نړيوال ځواکونه وي، خو په وار وار په کې ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي .
د يوناما په وينا د سړک غاړې بمې چاودنو بيا هم په مې تر ټولو زيات افغان ملکيان وژلي، او ۱۱۹ کسانو ژوند يې اخيستی او ۲۷۴ نور يې ټپيان کړي دي .

په تازه پېښو کې پر تېره شنبه په کندهار کې ۱۶ ولسي وګړي، چې ډېری یې ماشومان ول، د سړک غاړې د ماین چاودنې ووژل .
طالبانو د افغان امنيتي ځواکونو ليکو ته د ننوتلو په موخه د پوځي جامو اغوستو ته هم مخه کړې، چې بيا پر بهرنيو ځواکونو يا دولتي موخو بريدونه وکړي .
ملګريو ملتونو ويلي ۲۰۱۰ کال له ۲۰۰۱ کال راهيسې چې طالبانو راپرځول شوي، او د لوېديځ په ملاتړ د اوسنی نظام رامنځ ته شوی، د ملکيانو لپاره تر ټولو مرګونی کال و .
ملګري ملتونه وايي تېر کال ۲،۷۷۷ کسان وژل شوي چې ۲۰۰۰۹ کال په پرتله ۱۵٪ سلنه زياتوالی په کې راغلی و .































