بي بي سي پښتو ټکی کام
-
-
وروستۍ وېډيوګانې

په چاودنه کې د پوليسو اکاډمی استادانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې يوې چاودنې د پوليسو د اکاډمۍ درې تنه وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.
ځايي چارواکي وايي د وژل شويو او ټپيانو په مېنځ کې د پوليسو اکاډمۍ استادان هم شامل دي.
د والي وياند احمدضيا عبدالزي په سيمه کې د بي بي سي خبريال ته ويلي چې چاوديدونکي توکي لا له وړاندې په ټونس ډوله موټر کې چې پوليس يې لېږدول ځای پر ځای شوي وو.
خو په خپلواک ډول د دې پخلی نه دی شوی.
د دوی په وينا پوليس له کوره د دفتر پر لور روان وو چې د جلال اباد ښار په دويمه ناحيه کې يې په موټر کې چاودنه وشوه.
ټپيان د ننګرهار روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دی.
بل خوا وسله والو طالبانو د بريد پړه منلې او ويلي يې دي چې په چاودنه کې ۹ پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .