
د ویلو ده چې په افغانستان کې د بهرنیو او افغان امنيتي ځواکونو پرضد د وسله والو بریدونه ډېر شوي دي.
د افغانستان ختيځ ننګرهار - تورخم پر سړک پر ناټو ځواکونو ځانمرګی برید وشو.
د ننګرهار ځايي چارواکو ویلي له چاودېدونکو توکو یوه ډله کرولا د ناټو ځواکونو د ګاډوله کتار سره وجنګول شوه.
برید د تورخم- جلال اباد پر لویه لاره بټي کوټ ولسوالۍ په فارم سیمه کې شوی دی.
د سیمه ییزو چارواکو د لومړنیو رپوټونو پربنسټ، په برید کې یو عام وګړی ټپی شوی، خو بهرنیو ځواکونو ته څه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بهرنیو ځواکونو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.
د ذبیح الله مجاهد په نامه بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په یوه رالېږل شوې ویناپاڼه کې د ۹ امریکايي پوځيانو د وژل کېدو ادعا شوې ده.
ښاغلي مجاهد ویلي چې برید د عثمان په نامه د ننګرهار ولایت د یوه اوسېدونکي له خوا شوی دی.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د بهرنیو او افغان امنيتي ځواکونو پرضد د وسله والو بریدونه ډېر شوي دي.
د تېرې دوشنبې پر ورځ (د اپریل ۱۸مه) د کابل په زړه کې دفاع وزارت ته ځانمرګي برید کوونکي تر ننوتلو وروسته دوه افغان سرتېري ووژل.
برید کوونکی تر ځان چوولو وړاندې د امنيتي سرتېرو له خوا په ډزو ووژل شو.
افغان حکومت او امریکا هڅه کوي چې له وسله والو سره د خبرو له لارې یوه جوړجاړي ته ورسېږي.
په دې لړ کې د سولې د عالي شورا پر هڅو سربېره، له ګاونډي پاکستان سره هم تېره ورځ ولسمشر کرزي د سولې د ګډ کمېسیون د جوړېدو هوکړه وکړه.

په پام کې ده چې په لومړي پړاو کې د افغانستان د اوو سیمو امنیتي چارې له نړیوالو ځواکونو افغان سرتېرو ته وسپارل شي.
د روانې اپرېل پر ۱۶مه هم د افغانستان په ختيځ کې پر یوې يوځي اډې د ځانمرګو په برید کې پنځه بهرني او پنځه افغان سرتېري ووژل شول.
برید کوونکي جلال اباد ښار ته څېرمه د ۲۰۱ قل اردو ته په ننوتو پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي ول.
او تر هغه وړاندې د اپرېل پر دویمه هم د کابل د نهمې حوزې په اړونده سیمه کې د 'فونکس' په نامه د بهرنیو ځواکونو کمپ مخې ته له چاودنې وروسته ډزې وشوې.
په پام کې ده چې په لومړي پړاو کې د افغانستان د اوو سیمو امنیتي چارې له نړیوالو ځواکونو افغان سرتېرو ته وسپارل شي.



























