بي بي سي پښتو ټکی کام

پخوا په ختيځ زون کې شوراګانو په تيت پرک ډول فعاليت کاوه.
د افغانستان د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو مخور او پوهان غواړي چې د ختيځ زون په کچه ګډه لویه شوری جوړه کړي.
د دغې شوری د جوړېدو موخه په ختيزو ولايتونو کې ليک لوست ته وده ، د کلتور پياوړتيا او بيارغونې ته پام ښوول شوې دی.
د شوری يو ګډونوال فاروق مېړنی وايي چې شوری يوازې د دغو څلورو ولايتونو د ستونزو هوارولو او هغو ته د حل لارو موندلو په موخه جوړه شوې او کوم سیاسي هدف نه لري.
ده وويل چې شوری له امنيتي مسالو سره کار نه لري، خو په وينا يې که کولی يې شول چې د امنيت په راوستو کې مثبت رول ولوبولی شي ، نو په هغه صورت کې يې رول لوبول ښه خبره ده.
خو دی وايي دا د دې شوری له دندو څخه نه دي او نه هم مکلفه ده چې د حکومت او يا په دې برخه کې د مخالفينو پلوي وکړي.
د دغې شورا ګډونوال وايي پخوا په هر ولايت کې ورته شوراګانې په تيت پرک ډول موجودې وې او ټولنيزې ستونزې به له همدې لارې هوارېدې، خو په وينا يې ختيځ زون ته د يوې لويې ګډې شوری د جوړېدو اړتيا وه.
دوی وايي د دغې لويې ګډې شورا په جوړېدو به وړې شوراګانې ختمې شي او د څلور واړو ولايتونو ستونزې به د همدې يوې شوری له لوري هواريږي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .