هدايت الله هميم
له کابله

د نري رنځ په خپرېدو کې بې وزلي او خوارځواکي اصلي رول لوبوي .
د افغانستان روغتیايي چارواکي نری رنځ په دغه هېواد کې د روغتیا پروړاندې یوه لویه ستونزه بولي او پر وړاندې یې مبارزه د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه ګڼي .
د افغانستان د عامې روغتیا سرپرستې وزیرې ثریا دلیل په کابل کې د نري رنځ د نړیوالې ورځې په تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل، د ګڼو هڅو سربېره لاهم په هېواد کې د دغې ناروغۍ کچه د پام وړ زیاته ده :
''د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستي اټکل له مخې، زموږ په هېواد کې هر کال د نري رنځ شاوخوا ۵۳ زره پېښې رامنځ ته کېږي، د تېر کال پرمهال په افغانستان کې د نري رنځ له کبله لږترلږه نهه زره پېښې ثبت شوې دي. ''
په افغانستان کې د نري رنځ د مقاومې ناروغۍ په اړه اندېښنې ددې سبب شوې چې د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د ساري یا لېږدېدونکو ناروغیو د درملنې لپاره یو مرکز پرانیزي .
د عامې روغتیا وزارت د سرپرستې په وینا، تر راتلونکو دوو کلونو پورې به دغه مرکز بشپړ او لږترلږه د نري رنځ د ناروغانو لپاره ۵۰ بستره ولري .
آغلې دلیل د درملو پروړاندې له مقاوم نري رنځ سره مبارزه د سل ناروغۍ د نړیوال کمپاین یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه چې د عامې روغتیا وزارت هم د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د نري رنځ پروړاندې ملي کمپاین پیل کړی دی :
''په تېر کال کې، د نري رنځ پروړاندې زموږ په هېواد کې د دویمې درجې درملو اسانتیا رامنځ ته شوه. د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله، په افغانستان کې د درملو پروړاندې د مقاوم نري رنځ زر پېښې اټکل شوې دي . ''
د عامې روغتیا د سرپرسې په وینا، په افغانستان کې شاوخوا اته ویشت زره او دوه سوه پېښې ثبت شوې، چې په سلو کې ۶۷ یې په ښځو کې رامنځ ته شوې دي .

د افغانستان د روغتیايي چارواکو په وینا، نری رنځ د نارینه وو په پرتله په ښځو کې ډېر دی .
آغلې دلیل ددغې ناروغۍ اصلي سبب په ښځو کې بې سوادي، بې وزلي، خوارځواکي او پرله پسې زیږون وباله .
پرهمدې مهال، د عامې روغتیا سرپرستې وویل، په ښځو کې د دغې ناروغۍ د خورېدو د اصلي جرړو د موندلو لپاره وزارت علمي او ژورې پلټنې پیل شوې دي :
''دغه پلټنې به له موږ سره د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي. په ښځو کې نری رنځ د هغوی د وچوالي سبب ګرځي، وچوالی نه یوازې یوه روغتیايي ستونزه ده، بلکې ګڼې نورې کورنۍ او ټولنیزې دردناکې ستونزې هم ورسره مل وي. ''
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغې ناروغۍ د لا ښه تشخیص په موخه یې په هرات ولایت کې یو لابراتوار جوړ کړی، او په پام کې ده چې په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې هم ورته لابراتوارونه جوړ شي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .