
په کابل کې د دغه سازمان د استازۍ دفتر یونما په خپل لومړي او غیر مستقیم غبرګون کې ویلي دوی او نړیواله ټولنه د هغوو تازه پېښو له کبله خواشيني دي چې، د افغانستان انتخاباتي او عدليي بنسټونه کمزوري کولی او ننګولی شي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د هغو وروستیو پېښو په تړاو اندېښنه ښوولې د دغه سازمان په باور ښايي د افغان انتخاباتي او عدلي بنسټونو خپلواکي وننګوي .
ملګرو ملتونو د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې د شوو ادعاوو او ورسره تړلیو یو شمېر نورو پېښو په تړاو د وروستیو پرمختګونو له اړخه اندېښنه ښوولې ده .
په کابل کې د دغه سازمان د استازۍ دفتر یوناما په خپل لومړي او غیر مستقیم غبرګون کې ویلي دوی او نړیواله ټولنه د هغوو تازه پېښو له کبله خواشيني دي چې، د افغانستان انتخاباتي او عدليي بنسټونه کمزوري کولی او ننګولی شي.
یونما وايي ملګري ملتونه په افغانستان کې، د ښې حکومت والۍ، د قانون د حاکمیت او د سیاسي او مدني حقونو د بنسټیزه کولو په برخه کې ژمن دي، خو دلته د یو شمېر تازه پېښو له اړخه اندېښمن شوي دي .
په کابل کې د یوناما یوه ویاند مک نوردین بي بي سي ته په دې تړاو د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غبرګون په ډاګه کړ :
''یوناما او نړیواله ټولنه د هغو وروستیو پېښو په تړاو اندېښنه ښيي، چې د افغانستان د انتخاباتي او قضايي بنسټونو خپلواکي ننګوي . یوناما او نړیواله ټولنه د هېڅ ډول هغه اقدام ملاتړ نه کوي، چې د انتخاباتي پروسې صحت چې د جنورۍ په ۲۱مه د پارلمان د پرانستو لامل شو، له ستونزو مخامخوي .''
که څه هم ښاغلي نوردین په ښکاره د کومې پېښې یادونه ونه کړه، خو ښايي د یونما اشاره د افغانستان د لويې څارنوالۍ هغه اقدام ته وي چې پرمټ یې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون شاوخوا ۲۰ غړي ممنوع الخروج اعلان شول او دغه راز په کمېسیون کې د ننه د رایو شمېرنې اصلي مرکز او صندوقونه هم مهرلاک شول .
لویه څارنوالي او په تېره بیا د انتخاباتي شکایتونو د ارزولو ځانګړې محکمه وايي، دغه کامونه یې په ټاکنو کې د درغلیو د ادعاوو د شفافې څېړنې په موخه اوچت کړی دي .
یونما دغه راز د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون هغه موقف هم یاد کړی چې وايي د ۲۰۱۰ کال په ټاکنو کې د ادعاوو شوو خاصو جنايي پېښو په تړاو له سترې محکمې سره همکارۍ ته چمتو دی .

ولسمشر حامد کرزي د معترضو نوماندانو غوښتنو ته په کتو په انتخاباتو کې د شوو ادعاوو د څېړنې په موخه د ځانګړې محکمې د جوړېدو لارښوونه وکړه .
څه باندې دوې میاشتې د مخه د افغانستان د پارلماني ټاکنو پايلې اعلان شوې چې پر ضد یې په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې مظاهرې را ووتلې .
یو شمېر معترضو نوماندانو ادعا کوله چې په ټاکنو کې درغلې شوې او دا چې حق حقدار ته نه دی سپارل شوی .
ولسمشر حامد کرزي د دغو معترضو نوماندانو غوښتنو ته په کتو په انتخاباتو کې د شوو ادعاوو د څېړنې په موخه د ځانګړې محکمې د جوړېدو لارښوونه وکړه .
دغه ځانګړې محکمه اوس وايي چې لا هم د شوو درغلیو په څېړلو بوخته ده .
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .