تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د ساینسي تجربو اولاس ته راوړونو له پلوه ٢٠١٠ کال يو له بريو ډک کال وه.
په دغه کال کې د ممکنه کوچنيوب څرکو چې په رسنيو کې د خدای د ذرو نوم ورکړل شوى نه نيولي دجنين تر بنستزو ژونکو يا حجرو او تر نويو سيارو پورې تجربه او موندل شوي دي.

دا تجربه په لومړي سر کې په ٢٠٠٨ کال کې شوې وه
د ساينس دنړۍ دغه پروگرام چې په لوي درز يا بيگ بنگ ته په ورته يوې تجربې پيل شوى ، موخه اوهدف يې دکايناتو دمبدآ يا پيل په اړه د زياتې پوهاوۍ تر لاسه کول وه
هېگز باز ان يا د خداى بڅرکى :
دغه تجربه چې دسويس زرلند د CERN په نوم تر ځمکې لاندې يو لابراترار کې تر سره شوې هدف ورنه د يوه داسې حالت يا شيبې رامنځ ته کول ړه چې له لوى دزر نه سمدلاسه وروسته رامنځ ته شوې وه
ښايي په راتلونکي کي دغه سيستم خلکو ته دا موقع او چانس ورپه برخه کړې چې له کور نه د تېلې پرزينس سيستم په وسيله په کنفرانس کې داسې برخه واخلي لکه دى چې عملا پکې ناست وي
پروفيسر ناصر پيگم بارين
دا تجربه په لومړي سر کې په ٢٠٠٨ کال کې شوې وه او بيا دتير کال دمارچ په مياشت کې پيل شوه
سيانس پوهان هېله کوي چي ددغې تجربې تفصيلي پلټنه به ورسره د نړۍ په مخ د ټولو نه د کوچنۍ ذرې يا پڅرکې په موندلو کې مرسته وکړي
دغه ذره چې دفزيک په علم کې دهېگز باز ان په نوم ياديږي په رسنيو کې دخداى د ذرې نوم ورکړل شوى
سيانس پوهان هېله کوې چې ددغې ذرې موندل به دنړۍ دمبدا يا پېدايښت په اړه معلوماتو کې ورسره مرسته وکړي او دنړۍ د مبدا په باب به ډيرو پوښتنو ته چې تر دې دمه ندي ځواب شوي ځواب ووايي
اوس به تجربې نه ترلاسه شوې data يا معلومات په تفصيل سره څيړل کيږي تر څو که وکولى شي دهغو له منځ نه دغه کوچنى بڅرکى هيگز باز ان په نښه کړي
خو دا چې دهېگز باز ان د په نښه کولو او موندلو په برخه کې به سيانس پوهان تر کومه بريده وړاندې لاړ شي دا لا جوته نده . خو دامريکي په متحدو ايالاتونو کې نور بيا هڅه کوي علمي داستان يا سيانس فيکشن په واقعيت واړوي
علمي داستان يا سيانس فيکشن:

د هولوگرافيک په سيستم کې ١٦ کامرو نه په يوه ځاى کار اخستل کيږي
د امريکې په متحدو ايالاتو کې يوه ډله سيانس پوهان هڅه کوي غواړي داسې يوې وسيلې ته وده ورکړي چي هغه له ېوې نقطې نه يوې بلي ليرې پرتې ته هولو گرفيک يا دوه گوټيز انځور د درې گوټېز انځور په بڼه واستوي
په يوه انځور کې دڅو نورو داستولو نظريه د ١٩٧٧ کال د ستار وار يا دستورو دجگړې په نوم فلم نه تر ډيره حده اخستل شوې پدغه فلم کې اصلي کرکتر يوه شهزادگۍ د R2D2 په نامه د يوه وړوکي رباط په پڼه هم ښودل شوې
د هولوگرافيک په سيستم کې ١٦ کامرو نه په يوه ځاى کار اخستل کيږي داسې چې ېوه له له پاس دشي تصوير دليکې په بڼه اخلې او بيا هغه له ېوې بلې نقطې سره وصلوي او وروسته بيا د لېزر په ذريعه ټولې سره نښلولکږي
لومړۍ ډلې ناروغانو ته چې ډير بد او زيا ت ژوبل شوېدي اوس به ورته دا هېله او اميد ورکړل شي چې نور نو دوې نهيلي ونه اوسي او په نورو د ځان دباريدو احساس ونه کړي
ډاکټر تامس اوکاما
لا هم لدغې ازموينې نه يوه با مفهومه پاېله نده ترلاسه شوې خو لدې سره دوي په هرو دوه ثانيو کې يو تصوير نوى کوي چې په لومړي سر کې دوى فکر کاوه چې ښايي نوي کيدل به يې تر څلورو ثانيو پورې وخت واخلي چې دا نسبتا يو ښه پرمختگ گڼل شوى
د ارېزونا دپوهنتون پروفيسر نصېر پيغامبريان بي بي سي ته ويلي لا هم دى ددغې پروژې عملي اړخ ته سترگې په لاره دى
ښايي په راتلونکي کي دغه سيستم خلکو ته دا موقع او چانس ورپه برخه کړې چې له کور نه د تېلې پرزينس سيستم په وسيله په کنفرانس کې داسې برخه واخلي لکه دى چې عملا پکې ناست وي
تيلي پرزنس دهولوگرافيک يا د درې گوټېز سيستم پراساساتو کار کوي نو دغه سيستم به له يو پلوه دوخت دضايع کولو مخه ونيسي او له بل پلوه به دچاپيرال له زغورن ساتلو سره ډيره مرسته وکړي.
لا هم پدې لاره کې د ډيرو تخنيکي خنډنونو ليري کولو ته اړتيا شته ښايي يوه ورځ ورنه په طبابت کي هم کار واخستل شي پروفيسر نصير وايي وتلي ډاکتران ښايي لدغه سيستم نه په گټه اخستو دکار له خپل دفتر نه دنړۍ په يوې ليري پرتې برخې کې دجراحې عمل د درې گوټېز تصوير په وسيله کنترول او تر سره کړي .
د جنيني د بنسټيزو حجرو کارونه:
په انسانانو کې د جنيني بنسټيزې حجرې کارونه بل هغه سيانسي انکشاپ وه چې په ٢٠١٠ کال کې يې د خبرونو په سر کې ځاى درلود
نوکه موږ د درملنې ددغه ميتود په کارولو سره بد ژوبل شوي يا په بل عباات بشپړژوبل شوي دنيمه ژوبل شويو تر حده راورسو دا به يوه ستره لاس ته راوړنه و ي
ډاکټر تامس اوکاما
د تېر کال داکتوبر په مياشت کې په لومړي ځل په انسانانو کې بشپړې بنسټيزې ژونکې يا حجرې وکارول شوې چې د امريکې په متحدو ايالاتو کې يې لويه هنگامه جوړه کړه . سيانس پوهان هېله کوي چې لدغو ژونکو نه د ملا د تېر د زغم په درملنه کار واخلي
ډاکتر Dr Thomas Okarma پدې برخه کې بي بي سي ته خپله هېله مندې پدغو ټکو بيان کړه

د درملنې دغه نوې طريقه به شدت تر ډيره راکم کړي
دغې لومړۍ ډلې ناروغانو ته چې ډير بد او زيا ت ژوبل شوېدي اوس به ورته دا هېله او اميد ورکړل شي چې نور نو دوې نهيلي ونه اوسي او په نورو د ځان دباريدو احساس ونه کړي.
د درملنې دغه نوې طريقه به له دوې سره هومره مرسته وکړي چې دلږ ژوبل شويو ناروغانو تر کچه يې ورسوي په بل عبارات شدت يې تر ډيره راکم کړي .
نوکه موږ د درملنې ددغه ميتود په کارولو سره بد ژوبل شوي يا په بل عباات بشپړژوبل شوي دنيمه ژوبل شويو تر حده راورسو دا به يوه ستره لاس ته راوړنه و ي
بي له شکه لا تر دې دمه ددغې تجربي پايلي په هيڅ ډول تظمين او گرنټي ندي کومي تجربي چې په حيواناتو شوي ښايي هغه په اسنانانو کې پايلي ونه لري .
او اخلاقي مسله خو لا په ځاى پريږده چې دانسا نانو دجينين له بنسټېزه ژونکو نه چې تېر کال يې دامريکې په متحدو ايالاتو کې لويه غوغا جوړه کړه ، کار اخيستل کيږي
تير کال وروسته تر هغه چې ولسمشر اوبا ما د بنسټېزو ژونکو دڅيړنو په مرکزونو دولتې بودجې نه لږيدلى بنديز ليرې کړ ددې کار مخالفينو يې دمخ نيوي لپاره محکمې ته مراجعه وکړه
د فزيولوژۍ په ډگر کې پرمختگ
له عملياتو درې څلور ورځې وروسته موږ برښنايي سرکت وازمايي ورته مو انژري ورکړه په لومړي سر کې ما په ستر گه دننه د رڼا ټوتې ليدلې بيا وروسته چې کله مې يو څه ته کتل احساس مې کاوه چې ېو څه خو وينم خو نه پوهېدم چې څه وينم څيره مې يې مجسم کولى نشوه
ميکه تير هو
د فزيولوژۍ يا د وجود دغړو د وظايفو دپيژندولو په ډگر کې دنوبل د ٢٠١٠ کال جايزه رابرت اېدوارد ته دمور له رحم نه بهر دماشوم د ودې په سيستم کې د ښو لاس ته راوړنو په بدل کې ورکړل شوه
په ١٩٧٨ کال کې په ښاغلي اېدوارد د لومړي test tube يا دمور له رحم نه بهر دماشوم دپېدا کيدو له امله کلکې نيوکې شوې وې
او د کار په وړاندې يې همدومره مخالفت موجود وه لکه اوس چې دجنين دبنسټيزو ژونکو په وړاندې موجود دى .
اوس د test tube طرېقه خورا مشهوره ده او تر اوسه لدغې لارې نه تر څلور ميلونو پورې ماشومان پېدا شويدي
د ړندې سترگې روښانه کيدل:
تېرکال د طب په ډگر کې بله او ديادولو وړ لاس ته راوړنه په جر مني کې د مايک تېر هو دسترگې دبينايي بيرته پر ځاى کول وه . ده دسترگو بينايي په زياتېدونکې توگه له لاسه ورکړې وه او د قرينې په ېو ډول ارثي ناروغې اخته شوي وه
سيانس پوهانو دغه برى د مايک تېر هو په سترگه کې د يوه electronic chip يا برښنايي سرکت په ايښولو تر لاسه کړى
ښاغلى TER-HO خپله تجربه داسې بيانوي
له عملياتو درې څلور ورځې وروسته موږ برښنايي سرکت وازمايي ورته مو انژري ورکړه په لومړي سر کې ما په ستر گه دننه د رڼا ټوتې ليدلې بيا وروسته چې کله مې يو څه ته کتل احساس مې کاوه چې ېو څه خو وينم خو نه پوهېدم چې څه وينم څيره مې يې مجسم کولى نشوه
خو د وخت په تېرېدو سره ورو ورو هر څه راته روښانه کيدل تر هغه چې دسترگو د بينايي دمعلومولو له ارزونې تير شوم .
په ٢٠١٠ کال کې د نورو انکشافاتو په ډله کې زموږ لمريز نظام نه بهر د نورو سيارو په نښه کول وه زمو ږ د کهکشان ليکو نه بهر يوه سياره په نښه شوې چې خورا مهمه موندنه گڼل کيږي.
دبرتانيې دشاهي کورنۍ دنجومي ټولنې غړى ډاکتر رابرت وايي دغه موندنه ښيي چې سيارې د کايناتو په هغه برخه کې چې زموږ لمريزنظام نه بهر پرته ده هم موجودې دي داکتر رابرت وايي
ددغې موندنې په برخه کې په زړه پورې دا ده چې د يوه ستوري په گردچاپيره چې هغه زموږ دکهکشان برخه نه وه اوس د يوې سيارې په اړه پاخه شواهد موندل شوي دي.
دا موندونه موږ ته راښيي چې ستورې يوازي زموږ له کهکشان نه پرته په نورو زرگونو کهکشانونو کې هم ښايي په لوى شمير کې موجود وي. او موږ په لومړي ځل پدغه موندنه وتوانيدو
گلييز Gliese :

ښايي په کايناتو کې تر ټولو ښه موندنه Gliese 581g واوسي
زموږ په باور Gliese 581g دکايناتو په هغه برخه کې موقعيت لري چي نه ډيره گرمه او نه هم ډيره سړه ده بلکې دژوند لپاره مساعده ده
دامريکي په متحدو ايالاتو کې د Carnegie دانستيتوت ډاکتر Paul Butler وايي دا تر اوسه يوه تر تولو ښه موندنه ياديږي
ددې موندنې ارزښت پدې کې دى چې په لومړي ځل داسې يو سياره په نښه شوې چې هغه مناسبه کتله لري او په مناسب واټن کې پرته ده چې بايدمايع اوبه او بنسټيز اټمسفير ولري .
په تېرو دو کلونو کې بشر نور او نور نزدېکيږي . دوي داسې سيارې په نښه کوې چې د ژوند امکانات پکې شته دي او د کايناتو په هغه برخه کې موقعيت لري چي دژوند لپاره مناسب دى.
ددغې موندنې په برخه کې په زړه پورې دا ده چې د يوه ستوري په گردچاپيره چې هغه زموږ دکهکشان برخه نه وه اوس د يوې سيارې په اړه پاخه شواهد موندل شوي دي او موږ ته راښيي چې ستورې يوازي زموږ له کهکشان نه پرته په نورو زرگونو کهکشانونو کې هم ښايي په لوى شمير کې موجود وي
ډاکټر رابرت
البته تر دې وړاندې دکايناتو په هغه برخه کې چې د ژوند لپاره مناسب گڼل کيږي په يوه يا بله څنډه کې يې چې مقصد له گرمې او سړې څنډې نه ده، ستورې په نښه شويدي خو دا نوې يو په وسط کې پروت ده.
خو دا چې ژوند به په Gliese کې شوني وي يا نه نورې پلټنې او دپلټنې دتر سره کولو لپاره تکنالوژۍ ته اړ تيا ده.
منجمان وايي يو څه چې اسان شوي هغه دنويو سيارو د په نښه کولو لړۍ د ه او پدې حېران شوي چې څنگه يې د موجودې تکنالوژې په مټ وکړى شول چې ليري پراته جسمونه په نښه کړي .
خو يو د هغو وسائيلو چې انسان يې په مټ ددغه ستوري او د نورو د پلټنې لپاره ځان فضا ته رسوي د شتل ډسکوري په نوم فضايي بيړۍ ده چي په ٢٠١٠ کال کې ځمکې ته راکوزه کړى شوه
ددې موندنې ارزښت پدې کې دى چې په لومړي ځل داسې يو سياره په نښه شوې چې هغه مناسبه کتله لري او په مناسب واټن کې پرته ده چې بايدمايع اوبه او بنسټيز اټمسفير ولري
ډاکټر پال بټلر
ښايي لا په ٢٠١١ کې هم بيرته فضا ته واستول شي، خو نور يې دماموريت وروستۍ شپې ورځې دي . فضايي بيړۍ شتل دځمکې گردچاپيره دوه واره تاو شوې.
که دفضايي بيړۍ شتل دماموريت شپې ورځې را لنډې شوي اوس يې پر ځاى شخصي سکتور دغه ډگر ته وردانگلي دې .
په کليفورنيا کې د Space X په نوم شرکت اوس له ناسا د امرېکې د فضايي څيړنو له مر کز نه د١٦٠٠ ميلونو ډالرو په ارزښت يو قرار داد تر لاسه کړى چې فضايي ستيشن ته د رسد دليږد لپاره ورته ١٢ فضايي بيړۍ جوړې کړي .
د Space X دشرکت بنسټ اېښونکى وايي هېله کوې چې په راتلونکو دريو کلونو کې به درې فضايي بيړۍ جوړې کړي تر څو دهغو په وسيله فضايي مر کز ته ستور مزلي وليږدول شي
د ناسا دپروگرامونو تنظيمونکې Alan Lindenmoyer دنوي قرارداد او د نويو بريو ستاينه کوي وايي
ننۍ تجربه ښيي چې دخصوصي او د عامه سکتور تر منځ گډ کار نتيجه ورکوي او برياليتوب يې هم جوت شو. نو زه د SpaceX شرکت ته ددغه بري له امله مبارکي وايم . زه ددغې پروژې دوهم پړاو ته سترگې په لار يم چې هغه فضايي ستيشن ته دبيړۍ استول دي
دغه بري په حقيقت کې زموږ دکال د پاى يوه ښه تحفه وه.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .