عبدالمالک عاصم
له کابله

جاپان تر امريکا وروسته له افغانستان سره تر ټولو ډېرې مرستې کړې چې زیاتې يې افغان حکومت پخپله لګولې دي.
جاپان وايي دغه ٤٢٢ ميليون ډالره بلاعوضه مرستې به يې زرگونو افغانانو ته کار روزگا ر پيدا کړي .او موخه يې په افغانستان کې د بيار غاونې او سولې لپاره عملي هلې ځلې دي .
په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځينو چارواکو په ګډون په يوه غونډه کې د جاپان سفيرشگيوگي ايروکي وويل دغه مرستې به تر ډېره په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ادارو لخوا ولگول شي : ((افغانستان زموږ د حکومت د سيا ستونو په لومړيتوبونو کې ځاى لري او په ټوکيو کې د نوي حکومت په راتلوسره له کابل سره زموږ مرستې زياتې شوې دي . ))
له متحدو ايالتونو وروسته جاپان په تېرو ٨ کلونو کې له افغانستان سره د سترو مرسته ورکونکو هېوادونو له ډلې يو دى .
جاپان په تېرو ٩ کلونو کې له افغانستان سره نژدې ٢ ميليارد ډالره مرسته کړې چې ډېره يې د بې وسلې کولو په گډون د بيا رغاونې په يو شمېرلويو او وړو پروژو کې لگول شوې ده .
دغه هېواد له افغانستان سره د راتلونکو څو نورو کلونو لپاره هم دمرستو ژمنې لري.
افغان حکومت د جاپان له مرستوځکه ځانگړې مننه کوي چې يوه لويه برخه يې د حکومت له لارې لگولې دي .
په لويه کې د حکومت غوښتنه له ټولو مرستندويه هېوادونو او ټولنو څخه داده چې د خپلو مرستو د لا ډېرې اغېزمنتيا په موخه دې د مرستو لويه برخه دوى ته ورکړل شي چې د خپلو لومړيتوبونو پر بنسټ يې ولگوي .
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .