تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
پښتو ډرامه، ښکته پښتنخوا کې څه کار کېږي، خو بر لور ولې کمزوری دی؟
يوه نوې پښتو ډرامه چې د ډېورېنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو پر پرله پسې دريو نسولونو د افغان جګړې پر اغېز رڼا اچوي، په دې ورستيو کې په پېښور کې بشپړه شوې ده. ډرامه چې (پړاو) نومېږي، مخور ډرامه ليکونکي نورالبشر نويد ليکلې، او په پېښور کې د هنر يوې شخصي اکاډمۍ له خوا جوړه شوې ده. ډرامه ۱۳ کړۍ لري، د جوړونې او ډايرېکټرۍ چارې يې اشفاق تورو ترسره کړې دي. په کوزه پښتونخوا کې پښتو ډرامې ته که څه هم تر يوې اندازې کار شوی خو د ډېورېنډ کرښې بر لور بيا د ډرامو حالت خورا کمزوری بلل کېږي، چې له امله يې د پښتني سيمو ډرامه کتونکي لا د نور ژبو په ډرامو تنده نه ماتوي. د دې اوونۍ پېلوزي بنډار مو هم پښټو ډرامې ته ځانګړی کړی، چې مخور ډرامه ليکونکی نور البشر نويد او هم د افغانستان راډيو تلوزيون مشر عبد الواحد نظري په کې راسره غږېږي.
په کندهار کې د تاريخي اثارو د زيانمېدو اندېښنې
د کندهار د اطلاعات او کلتور چارواکي وايي چې د يوشمېر لرغونو ودانيو او ابداتو د ترميم او رغونې په برخه کې يي هڅې پيل کړې او اوسمهال د ځينو تاريخي ځايونو د جوړونې چارې پرمخ روانې دي. خو يوشمېر هغه ځايونه چې کار يې مسلکي کسانوته اړتيا لري درغولو چارې يي ځنډېدلې دي. د ځينې ځايونو ساتونکي انديښنه لري که چېرې د رغونې چارو ته ژر پاملرنه ونشې ښايي دغو لرغونو ځايونو ته زيان ورسېږي، تېره اوونۍ مو د دغه راپور لومړۍ برخه واورېده، دا اوونې مو مامون درانی په دوهم برخه کې يو ځل بيا د کندهار تاريخي ځايونو او په اړه يې له اندېښنو خبروي
پر ازري کلتور د ناګورنو قرباغ جګړې له پاتې شوي اغېز اورو
ناګورنو قرباغ په جنوبی قفقاز کې يوه وړه غرنۍ سيمه ده، چې ارمنيانو او ازربايجانيانو پرې کلونه جنګ کړی دی. دغه سيمه بهرنيانو ته د جادويي ځنګلونو ذهني انځورونو معنا لري، خو د تېلو شتمن ازربايجان وګړيو ته بيا يو له لاسه وتلی ټاټوبی دی چې اوس د دوی مغرورو سيال ارمنستان پرې ولکه لري. په وروستيو کلونو کې د ازربايجان شتمن حکومت دا خبره کره کړې چې دغې مسالې د ازربايجان پر ولسي کلتور سيوری غوړولی دی. اوس چارواکيو د لومړی ځل لپاره د دغې موضوع په اړه د لوړ لګښت يوه اوپېرا ځانګړې کړې ده. د بي بي سي خبريال (ټام اېسلېمونټ) د دغې اوپېرا د کتلو لپاره د ازربايجان پلازمېنې باکو ته ورغلی و
په پېلوزي کې مو دغه لنډ فرهنګي خبرونه هم راغونډ کړي دي
ټاکل شوې د بريتاني د پخواني لومړي وزير (ونسټن چرچل) يادښتونو غټه ټولګه په يوه مزاد کې خرڅلاو ته وړاندې شي. اټکل کېږي چې مينه وال به يې د پېرنې لپاره نژدې يو نيم مليون ډالر وړاندې کړي. د چرچل د يادښتونو په دغه ټولګه کې د ده يو سګرېټ هم دی چې نه يې دی څکولی. دغه يادښتونه (سټو فوربز) خرڅوي چې د لسيزو مودې په اودو کې يې راټول کړي دي. په دغه يادښتي ټولګه کې د جګړې په مهال د چرچل ليکل شوي فکرونه، او هم هغه ليکونه او پيغامونه دی چې خپلو ملګريو ته يې استولي دي. خرڅلاوو دغه نندار تون د لندن د (کرېسټيز) مزادونو له خوا تنظيمېږي، او وايي د چرچل يادښتونه به په دريو پړاوونو، لندن او او نيويارک کې خرڅلاو ته وړاندې شي.
د (يورو وېژن) سندرو سيالۍ چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې تنظيم شوې وې، د المان سندرغاړې (لېنا ماير لاندروت Lena Meyer-Landrut) پر نورو (۲۴) سيالانو برلاسې شوه، او د غوره سندرې جايزه يې وګټله. (لينا ماير لاندروت) ۱۹ کلنه، او د شوق له مخې سندرې وايي، تر هغې مشهوره نه وه چې په (يورو وېژن) کې د ګډون لپاره د المان په غوراوی سياليو کې بريالۍ شوه. (يورو وېژن) په اروپا کې تر ټولو زيات مينه وال لري.
مصری ډرامايي ليکوال (اسامه انور عکاشه) تېره جمعه له اوږدې ناروغۍ وروسته د خپل عمر په (۶۹) کلنی مړ شو. ښاغلی عکاشه له هغو مخورو ليکوالانو شمېرل کېږي چې په خپلو ټلوېزيونوي سېريالونو يې د مصرۍ ډرامې ليکنې ته اعتبار او درنښت ور وباښه، چې نوموړی يې په ځينو کې د مصر پر سياسي او ټولنيز بهير رڼا اچولې ده. (ليالي الحِلميه) د نوموړي له مشهورو سريالونو دی، چې په (۱۵۰) کړيو کې تر ټولو اوږد عربي سريال هم بلل کېږي، چې په ۱۹۵۲ کال د جولای له انقلاب وړاندې د پاچا فاروق له وخت رانيولې بيا تر اوسنۍ زمانې پورې يې په مصر کې سياسي او ټولنيزې پرمختياوې رانغښتې دي.
امريکايی مشهور فلمي ستوری او ډايرېکټر (ډېنېس هوپر Dennis Hopper) د سرطان ناروغۍ له اوږده رنځ وروسته تېره شنبه په هاليووډ کې په خپل کور کې په (۷۴) کلنۍ مړ شو. ده په فلمي تمثيل کې يو ځانګړی سبک درلود، او ډېری وخت يې د نابربابرو، نشه يي او لېوني مزاجه کسانو رولونه لوبولي دي، او په دې ډول ترې د هاليووډ يوه مشهوره فېلمي څېره جوړه شوې وه. هغه فېلم چې دی په کې ډېر بريالی و، (ايزې رايډر) فېلم دی، چې د تېرې پېړۍ د شپږمې لسيزې موده کې يې د امريکا په ژوند او فرهنګ کې د تضادونو او درزونو رښتينی انځور ورکوي.
















