نانسي پلوسي: له افغانستان نه به ملاتړ لا پسې ډېر کړو

نانسي پلوسي

د متحده ایالاتو د کانګرس مشره نانسي پلوسي له افغانستان سره د مرستو د ډېرېدو لېواله ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسي جرگې له مشرې مېرمن نانسي پلوسي سره په ارگ کې وکتل.

پر دې اړه د ولسمشرۍ له ماڼۍ نه خپره شوې اعلاميه وايي ددغو ليدو کتو په ترڅ کې اغلې پلوسي وويل د افغان ولسمشر د متحدو ايالتونو د سفر په ترڅ کې به د متحدو ايالتونو کانګرس ‎هم له ولسمشر کرزي سره د ځينو ستراتيژيکو مسلو په اړه خبرې اترې وکړي.

ولسمشر کرزي په تېر کې له افغانستان سره د مرستو په تړاو د کانگرس د دريځ ستاینه وکړه او هيله يې وښوده چې په راتلونکي کې به هم د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي متحدو ايالتونو ته تر روانېدو ايله يوه ورځ وړاندې په کابل کې د امريکا د ولسي جرگې له مشرې نانسي پلوسي سره ولیدل.

د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسي هیله ښودلې چې متحده ايالاتو ته به د ولسمشر کرزي د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو اړیکو د لا غښتلتیا پر موضوع هم خبرې وشي.

اغلې پلوسي وويل دوی به د متحدو ايالتونو د سفر په ترڅ کې د افغان ولسمشر تود هرکلى وکړي.

نوموړې ويلي کانگرس لېواله دی چې له افغانستان سره يې د هېواد مرستې نورې هم پسې ډېرې شي.

اغلې پلوسي همدا راز وويل کانگرس هيله من دى چې د ولسمشر د سفر په ترڅ کې د ستراتيژيکو اړيکو د لاټينگوالي په اړه خبرې اترې وشي چې ددواړو هيوادونو اړيکي نور هم ټينگ شي.

په ځواب کې ولسمشر کرزي افغانستان ته د کانگرس له خوا د مرستو د تصويب مننه وکړه او هيله يې څرگنده کړه چې په کانگرس کې د افغانستان ملاتړ نور هم ډير شي.

دا د ولسمشر کرزي تر دويمې پلا واکمنۍ وروسته متحدو ايالتونو ته د نوموړي لومړى سفر دى کارپوهان وايي چې ښايي متحد ايالتونو له افغان ولسمشر نه خپلې هيلې ولري خو افغان ولسمشر به هم هڅه کوي چې د اورپکۍ ضد جگړې په ترڅ کې د متحدو ايالتونو نورې مرستې هم خپلې کړي او له طالبانو سره د جوړجاړي د خبرو لپاره د ملاتړ غوښتنه وکړي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .