د پېلوزې ادبي هنري خپرونه

زما ژوند

ددې اوونۍ په پېلوځي کې دغه توکي لرو: ولې اپريل په متحدو ايالتونو کې د شعر ويلومياشت وه ؟ د يوه طالب مشرپه چاپ شوي کتاب غږېږو، په نوي ډيلي اوافغانستان کې د ننه، د نويو، مجلو چاپ او ځينو نور مطالب درته سپړو.

له طالبانوسره زما ژوند:

داهغه کتاب دی چې په استراليا کې په انګريزي ژبه چاپ شو، تردې وړاندې د ملاعبدالسلام ضعيف داکتاب په متحدوايالتونو او انګلستان کې چاپ شوی و.

په کتاب کې د طالبانو يو مشر او بنسټ اېښودونکی په داسې ډول پېښې انځوروي چې يوې ادبي ټوټې ته ورته دي.

دا د خاطرو اوتاريخ هغه ډول دی چې په لوېديځ کې له پخوا دود و خوپه افغانستان کې يې نوی ادبي ژانر بللی شو. ښاغلی ضعيف په کتاب کې دخپل غورځنګ دجوړېدوخاطرې اوپېښې يادوي.

د ۱۹۹۴ کال په شنه سهار دکندهارپه يوه جومات کې ۴۰ ملايان سره کېني او دطالبانوغورځنګ جوړوي.

ددوی دتګ راتګ وسيله هغه روسی موټرسايکل دی چې دسلنګسر نل نلري او دوی يې داسلام ټانک بولي.

درې کاله وروسته دټول هېواد واک پلاس کې اخلي اوبيا په سندرو اوټلوېزيون بنديزلګوي، ښځې په متروکو وهي او په زور په نارينه و، اوږدې ږېري پرېږيدي.

د ښاغلي ضعيف ماشومتوب هم دردوونکی دی.

يوکلن و، چې موريې مري اوپه په اووه کلنۍ کې يې پلار.

ښاغلی ضعيف پخپل کتاب کې ليکي ، دوی له واکمنۍ څخه په مخکې مهال کې په سندرو، کارنه لاره، حتی د ملاعمر په ګډون د دوی مشرانوسندرې بللې او اتڼ به يې کاوه.

ښاغلی ضعيف ليکي، ښه يې په ياد دي، کله چې له افغانستانه دروسانو وروستی سرتېری وت، ملامرجان سندرې ويلې، په يوه زړه کاسه يې ډول واهه اودوی اتڼ ورته کاوه.

ملاضعيف پخپل کتاب کې د پاکستان د استخباراتو له چل ول څخه په زيات تفصيل يادونه کړې او هغه يوه مکاره اوبې وفا اداره بولي چې د دوی د بربادۍ لامل هم وه.

اپريل په امريکا کې د شعر مياشت

د اپريل مياشت په متحدو ايالتونوکې د شعر ويلو مياشت ده ، خلک شعرونه لولي اومشاعرې جوړوي، کرۍ مياشت د شعرونو په لوستلو، ژباړه اوارزښت خبرې اوبحثونه کېږي.

ګلان

ځينې په دې باور دي چې اوس په لوېديځه نړۍ کې د شعر ارزښت کم شوی دی خونور بيا وايي ، څوچې بشريت شته ترهغه به شعر اود هغه خوند وي.

په لوېديځ کې د ختيځو ادبياتو د شاعرانو شعرونه هم زيات ژباړل شوي دي.

په يوه بحث په متحدوايالتونوکې ليکوال اوشاعرعبدالباري جهاني اوپه کاناډاکې ليکوال اوشاعر صبورسياسنګ سره دغه مسله مطرح شوې ده .

د منځني ختيځ تر ټول ګران انځور

د مصرپه پلازمينه قاهره کې د يوه مصري انځورګر انځورپه ۲ ميلونه ډالره وپلورل شو. دا لومړی ځل دی چې داسې ګران انځور په منځني ختيځ کې پلورل کېږی.

په کوټه کې سيمينار

د ډيورنډ په بله غاړه کوټه کې هم د کرښې د دواړو خواو شاعران نمانځي . دکوټې ادبي ټولنې د دوه پټکي او دوه ټکري په نوم مشاعرې ته پيرمحمد کاروان، رحمت شا سايل، پروين ملال اومېرمن زيتون بانو وربلل شوي دي .

په غونډه کې به مقالې ، ميلمنوته جاېزې ، دغاټول ګل مشاعره اوټنګ ټکور وي. په دې اړه پوره حال به په راتلونکي پېلوزي کې درکړو.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .