BBCNazer.com BBCNazer.com BBC World Service Trust
  •    مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
 
د خپريدو وخت: 09:36 گرينويچ 2007 ,12 دسمبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
نوپتنګان
 
نجونې، ګلان او پتنګان
ګل چې ښکلی دی، نو په خپل بوټي کې ښکلی دی. که له بوټي وشکول شي، نو ډېر ژر مړاوی او رژيږي.
پتنګ د ګل له رنګ او خوشبويي سره مينه لري. همدا وجه ده چې ښکلي بڼونه او د ګلو باغچې د پتنګانو د بانډار ځايونه وي.

په شنو چمونونو کې د رنګا رنګ ګلونو له پاسه د پتنګانو الوتل او د خوښۍ وزرې وهل د هر چا خوښيږي او خوند ترې اخلي.

خو تر ټولو زيات دغه خوند د هغه چا په برخه وي چې د ګلونو پالنه او روزنه کوي.

ماشومان چې هم د ګلونو او هم له پتنګانو سره مينه لري، په دې کيسه کې هڅول کيږي چې په څه ډول د ګلونو پالنه وکړي.

ګلونو ته د اوبو اچولو، سرې (پارو) ورکولو، او د ګلونو له شاو خوا څخه د وښو ويستلو لارې چارې زده کړي.

بله مهمه خبره چې ماشومان يې له دې کيسې څخه زده کوي، هغه د ګلونو له شکولو څخه ډډه ده.

ځکه ګل چې ښکلی دی، نو په خپل بوټي کې ښکلی دی. که له بوټي وشکول شي، نو په ډېر لنډ وخت کې مړاوی او رژيږي.

همدا راز يو بل د پند او عبرت نه ډک درس په کې دا نغښتی دی چې موږ بايد د نورو د ځورولو سبب نه شو. که موږ يو څوک ځورو، نو هغه به له موږ بيزاره شي.

په کيسه کې تاسې وينئ او لولئ چې کله نجلۍ له پتنګانو غواړي چې د هغوی کور ته ورسره لاړشي، نو پتنګان ورته وايي چې:

_ ستا ورور موږ ځوروي، ځکه له تا سره هلته نه ځو.

هلک چې د خپل ځان په وړاندې د پتنګانو کرکه احساسوي، نو د پښيمانۍ احساس کوي. بيا د خپلې خور په ملګرتيا د باغچې د ګلونو خدمت او پالنې ته مخه کوي.

دوی ډېر ژر د خپل کار او زحمت نتيجه ويني او يو ځل بيا د خپل کور په باغچه کې ګلونو او پتنګانو تماشې ته د خوښۍ اتڼې کوي.

نجونې، ګلان او پتنګان

 
 
مــــرغـــلــره مــــرغـــلــره
مــــرغـــلــره
 
 
زحل يوه شپنه نجلۍ د زحل کيسه
زحل يوه شپنه نجلۍ
 
 
د تور گل کورنی مصور کتابونه
پلرنی کور
 
 
د ماشومانو لپاره د کيسو تصويري کتابونه د کتابونو لړۍ
د ماشومانو لپاره د کيسو تصويري کتابونه
 
 
لـــټــون لـــټــون
د دنيا پر مخ به څوک تر ټولو قوي او مهم وي
 
 
 مورنۍ مينه مورنۍ مينه
د يوې مور آرمان
 
 
سره چرګه سره چرګه
د ستونزمن کار ثمر
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
 
  BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>