|
شاکر او راضيې د يوې مجلې پاڼې اړولې چې سترګې يې د هرات د يوه بڼ پر تصو ير و لګېدې او دهغه ځای دليدوهيله يې وکړه.
پدې وخت کې ګاډيوانه ترور راغله اود تصويرپه ليدو يې هغه ځای دهرات دکرُخ بڼ وباله اوماشومان يې په جادويي ګاډۍ دهغه ليدوته روان
کړل.
ګاډۍ د هرات ولايت د کرُخ ولسوالۍ د کرُخ حضرت صاحب په بڼ کښته شوه. ماشومانو دشين بڼ په ليدو خوښي څرګنده کړه.
يو هلک ، چې شفيع نوميده، وويل چې دې بڼ ته درخصتيو په ورځو کې خلک د سيل اوساعت تېرۍ لپاره ډېر راځي.
وروسته ماشومانو دهرات د تاريخي آبداتو له رييس ،اجمل ، څخه دکرُخ دبڼ په اړه وپوښتل. هغه وويل:
"حضرت کرُخ په اصل کې يو پوځي سړى و چې د ازبکستان د خوارزم په ښار کې اوسېده.
 |
|
| دپستې، بادام ،توت ونو او رنګارنګ ګلانو ددې بڼ ښکلا لا زياته کړېده. |
هغه ته يوه شپه په خوب وويل شول چې دمعروف کرُخ زيارت ته ولاړ شي. هغه بيا په (١٢١٣) کال دهرات کرُخ ته راغی.
په (١٣٢٢) کال دقاجاريانوسره دجګړې په مهال شهيدشواو جنازه يې دکرُخ په بڼ کې خاورو ته وسپارل شوه."
د کرُخ بڼ نېږدې په (٨٠) زره مربع متره ځمکه کې ودان شوی چې دپستې، بادام ،توت ونو او رنګارنګ ګلانو ددې بڼ ښکلا لا زياته کړېده.
|